افغانستان خبرونهلوګر

لوګر کې د خبریالانو مالوماتو ته لاس رسی اسانه شوی

اطلاعاتو ته لاس رسی هغه چاره ده چې نه یوازې خبریالان ورته اړتیا لري بلکې رسنۍ یې هم له شتون پرته بې معنا دي.په دې چاره کې لاس رسی او اساني نه و یواځې دا چې د خبریالانو لپاره مهمه ده رسنۍ یې هم پرمټ له ټولنې او چاپیریاله کره پروخت بې طرفه، رښتني او دقیق معلومات خپلو مخاطبینو ته وړاندې کوي.

د لوګر ولایت د رسنیو مسؤولین او خبریالان وایي چې په دې ورستیو کې د ولایتي ادارې په ځانګړې توګه د اطلاعاتو او کلتور ریاست په هڅو دغه ولایت کې د خبریالانو مالوماتو ته لاس رسی اسانه شوی ده.

لوګر کې د ملي راډيو ټلویزیون خبریال صدیق الله ژمن په دې وروستیو کې له رسنیو او خبریالانو سره د ځایي مسؤلینو همکاري ستایي او زیاتوي، چې پر وخت معلومات ورسره شریک کیږي.

ژمن وایي، چې د اسلامي امارت لاسته راوړنې خلکو ته رسوي او ترڅنګ یې هم د ملت ستونزې او غوښتنې له چارواکو سره شریکوي.

نوموړی زیاتوي که چیرته په یو هیواد کې د خبریال لپاره د معلوماتو په برخه کې ستونزه وي او ونه شي کوالی چې اطلاعات ترلاسه یې کړي، نه یوازې دا چې ستونزې نه حل کیږي بلکې ډېریږي او ورسره ټولنه د تازه اطلاعاتو او خبرونو له تشې سره مخ کیږي.

بلخوا لوګر کې د زینت خصوصي راډيو خبریال شفیع الله افغانزی هم په دې ولایت کې د رسنیو او ځایي ادارو ترمنځ د ښو اړیکو خبره کوي او زیاتوي، چې دغه اصل دې ته زمینه برابرې کړې څو خبریالان او رسنۍ معلومات پر وخت ترلاسه او تر نورو یې ورسوي او په راتلونکي کې یې د دوام غوښتونکی دی.

دغه راز په لوګر کې  د باختر خبري اژانس خبریال ځیرمحمد ځیرک وایي: د اسلامي امارت له بیا ځلې واک ته رسیدو وروسته دوی په پوره اطمنان سره بې له کومې وېرې او اندېښنې رسنیز فعالیت کوي او مسؤلین یې هم ملاتړ کوي.

له بل پلوه بیا د یاد ولایت د محمداغې ولسوالۍ د مغل خیلو سیمې اوسیدونکی او د غږیزې رسنۍ اورېدونکی عتیق الله وایي، چې د راډيو له اوریدو سره یې په بیلابیلو برخو کې معلومات زیات شوي، چې یو له هغو څخه د خبرو اورېدل دي چې کولی په وړیا توګه بې له کوم لګښت څخه د هیواد له تازه او پر وخت معلوماتو څخه خبر شي.

د لوګر ولایت د والي ویاند صدیق احمد صدیقي وایي، په تیر څلور کلن مزل کې یې معلوماتو ته د لا ښه لاس رسي په موخه په ټولو ادارو کې یو یو مطبوعاتي مسول ټاکلی څو د سیمه ییزو خبریالانو سره پر وخت تازه جزیات شریک کړي. دغه راز نوموړی ډاډ ورکوي، چې د ولایت مقام ور د ټولو رسنیو مسؤلینو په مخ خلاص دی او کولی شي چې راشي او خپلې غوښتنې شریکې کړي.

د لوګر د اطلاعاتو کلتور رئیس مولوي فیض الله جوهري وایي: په دې ولایت کې اطلاعاتو ته د لاس رسي په برخه کې ګڼې اسانتیاوې شتون لري او د ځایي ادارې مسؤلین له خبریالانو سره پوره همکاره دي او لا هم په دې برخه کې دوی جدي هڅې کوي

دیادولو وړ ده، چې د اسلامي امارت له بیا ځلې واک ته رسیدو وروسته د مسؤلینو پوره ژمنتیا د رسنیو خبریالانو او مسؤلینو سره په کاري چاپیریال کې هیڅ کوم خبریال ته ستونزه نه ده پیدا شوې او خبریالان بې له کومې ویرې خپلې چارې په مخ وړي.

اړونده مقاله

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button