
لوګر کې د پنځه روغتیايي مرکزونو ودانۍ ګټې اخېستنې ته وسپارل شوي
لوګر ولایت عامې روغتیا ریاست مسؤولین وایي چې د دغه ولایت مرکز پل علم په ګډون په څرخ، خروار، بره کي برک او خوښۍ ولسوالیو کې د پنځه روغتیايي مرکزونو ودانۍ د پنځه سوه زره امریکایي ډالرو په ارزښت ګټې اخېستنې وسپارل شوي.
لوګر کې په دې اړه جوړو شویو مراسمو کې د عامې روغتیا سرپرست وزیر مولوي نور جلال جلالي په ګډون، د ملګرو ملتونو نړویوال سازمان غړیو او د لوګر ولایت سیمه ییزو چارواکو ګډون کړی وو.
جوړې شوې غونډې ته د لوګر ولایت عامې روغتیا ریاست رئیس حافظ سیدالرحمن قادري وویل، د ملګرو ملتونو وجهي صندوق(UNFPA) په مالي ملاتړ پنځه روغتیايي مرکزونه د یوه کال په موده کې جوړ او نن رسما ګټې اخېستنې ته وسپارل شول چې ۱۵ زره کورنیو ته به په بېلابېلو برخو کې روغتیايي خدمات وړاندې کوي.
بلخوا د عامې روغتیا سرپرست وزیر مولوي نور جلال جلالي وویل، دغه روغتیايي مرکزونه د لوګر ولایت په هغه ولسوالیو او کلیو کې جوړ شوي دي چې خلکو یې تر ډيره روغتیايي خدماتو ته په بشپړه توګه لاس رسی نه درلود.
نوموړي زیاته کړه، عامې روغتیا وزارت هڅه کوي د هیواد په کچه روغتیایي خدمات پراخه، د خپلو کارکوونکو د ظرفیت کچه لوړه، او هیواد د روغتیا په پرخه کې په خپل ځان بسیا کړي.
همدارنګه افغانستان کې د ملګرو ملتونو نړیوال سازمان وجهي صندوق رئیس، کوا بن تا حسندي وویل، هڅه کوي چې د هیواد په بېلابېلو ولایتونو کې د روغتیا په برخه کې له اسلامي امارت حکومت سره په همغږۍ افغانانو ته اساسي خدمات برابر کړي.
ده وویل، افغانان د روغتیا په برخه کې لازیاتې مرستې او پاملرنې ته اړتیا لري.
د غونډې په پای کې د لوګر ولایت مرستیال والي مولوي محمد انور دین پرور او یو شمیر قومي مشرانو د یادو روغتیايي مرکزونو له جوړیدو خوښي وښوده، خو ټینګار یې وکړ چې اړتیا ده د لوګر ولایت په پاتې ولسوالیو کې هم ورته اساسي روغتیايي مرکزونه جوړ شي.