افغانستان خبرونهلوګر

لوګر کې د یوې سترې علمي سیالۍ مخکښ ګډونوال وستایل شول

لوګر ولایت کې د الکوثر فکري او فرهنګي بنسټ او اطلاعاتو او کلتور وزارت له لوري د «شرعي نظام په استحکام کې د اطاعت اغیزې» په نوم له ۴ زره ځوانانو څخه د علمي سیالۍ اخېستل شوې ازموینې پایلې د یوې غوندې په ترڅ کې اعلان او مخکښ ګډونوال وستایل شول.

په جوړه شوې غونډه کې د لوګر ولایت اطلاعاتو او کلتور ریاست رئیس مولوي فیض الله جوهري وویل، له اخېستل شوې ازموینې څخه موخه د زده کوونکو او ځوانانو ظرفيت لوړول، علمي هڅونه، او د مطالعې کلتور ته ورکول وو.

ورته مهال د اطلاعاتو او کلتور وزارت د کتابتونونو رئیس، دوکتور رفيع الله صمیم وويل؛ نړۍ کې علم او ټکنالوژۍ د پرمختګ په حال کې ده او اړتیا ده چې افغان ځوانان خپلو زده کړو او مطالعې ته دوام ورکړي.

هغه وویل، اوس مهال زموږ دښمنان فکري جګړې ته لاس اچولی، دوی غواړي زموږ اسلامي کلتور له منځه يوسي، خلک په خپلو مشرانو بې باوره کړي، چې په د دوی پروړاندې د مبارزه برخه کې د ځوان قشر رول ډېر مهم دی.

هېره دې نه وي چې تېره اونۍ  لوګر ولایت کې د الکوثر فکري او فرهنګي بنسټ او اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري د مرکز پل علم او شاوخوا ولسوالیو له ۴ زره زده کوونکو څخه «شرعي نظام په استحکام کې د اطاعت اغیزې» تر نامه لاندې ازموینه اخېستل شوې وه چې نن یې پایلې هم ډاګېزې شوې.

اړونده مقاله

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button