افغانستان خبرونهلوګر

لوګر کې د ۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت یوه ښوونځي ته ودانۍ جوړه شوه

لوګر کې مسوولین وایي چې د دغه ولایت په مرکز پل‌علم ښار کې د ملګرو ملتونو د کډوالۍ نړۍوال سازمان (UNHCR) په مالي مرسته، د صلاح‌الدین ایوبي په نوم یوه ښوونځي ته د ۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت ودانۍ جوړه او نن ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

د لوګر د پوهنې رییس مولوي عبدالرحمن حمیدي د دغه ښوونځي د نوې ودانۍ د پرانیستې مراسمو کې وویل، یاده ودانۍ په اساسي او پاخه ډول په دوړ پوړونو کې جوړه شوې چې شاوخوا ۲۳ میلیونه افغانۍ لګښت پرې راغلی او کار یې د یوه کال په موده کې بشپړ شوی دی.

حمیدي زیاته کړه، دغه ودانۍ ۱۶ درسي ټولګي، پنځه اداري خونې، د غونډو تالار، کمپېوټرلب، لابراتوار، د لمریزې برېښنا او اوبورسولو منظم سیسټمونه، احاطوي دېوال، ورزشي میدانونه، شنه او تفریحي ساحه او نور اړین ملحقات لري.

هغه دغه راز زیاته کړه، د صلاح‌الدین ایوبي لومړنی ښوونځی دوه کاله مخکې د پوهنې وزارت له خوا د راستنو شوو افغان کډوالو ماشومانو ته تاسیس شوی او دا مهال په‌کې شاوخوا۷۰۰ زده‌کوونکي پر زده‌کړو بوخت دي.

بلخوا، د لوګر مرستیال والي مولوي محمدانور دین‌پرور وویل، په تېرو څو وروستیو کلونو کې اسلامي امارت د پوهنې برخه کې د پام وړ لاسته‌راوړنې لري.

هغه ټینګار وکړ چې دغه لاسته‌راوړنې د ولس لپاره بسنه نه کوي، پوهنې وزارت او نړۍوالو بنسټونو ته پکار ده چې په لوګر کې شته ښوونځيو ته معیاري ودانۍ جوړې کړي او د پوهنې له بهیر سره دوامداره مرستې وکړي.

د یادونې ده، تېره اونۍ هم په لوګر کې د ملګرو ملتونو وجهي صندوق(UNFPA)  له لوري د پنځو ښوونځيو نوې جوړې شوې ودانۍ ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې.

اړونده مقاله

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button