
افغانستان خبرونهلوګر
لوګر کې د پنځه زره کسانو د سترګو وړیا درملنه پیلیږي
لوګر ولایت عامې روغتیا مسؤولین وایي چې د دغه ولایت مرکز پل علم ښار اړوند په «نائب امین الله خان» درې سوه بستریز روغتون کې د ۵ زره کسانو د سترګو وړیا درملنه پيل کیږي.
د دغه ولایت د عامې روغتیا ریاست مطبوعاتي مسؤل فهیم الله لودین مهال راډیو ته وویل، چې د سترګو ناروغانو درملنه به د روانې زمري میاشتې پر ۱۱مه پیل او تر ۲۳مې نېټې پورې به دوام وکړي، چې شاوخوا پنځه زره او ۶۵۰ کسان به تداوي شي.
هغه همدارنګه وویل، یاده ډاکټران به د ۲ سوه کسانو د سترګو د پردو عملیاتونه هم وکړي، ۴۵۰ کسانو ته به تر معایناتو وروسته عینکې ورکړې او پاتې کسانو ته به د سترګو ناروغیو په اړه درمل او مشورې ورکړي.
لوګر ولایت د سترګو ناروغان هم خوښ دي چې د عامې روغتیا وزارت له لوري یې د وړیا درملنې پروسه پيل کیږي، دوي ټینګار کوي چې دغه لړۍ دې نوره هم وغځېږي.