
افغانستان خبرونهلوګر
لوګر عینکو کان سلګونه لرغوني اثار د لرغون پېژندنې ریاست ته لېږدول شوي
د اطلاعاتو او کلتور وزارت ویلي، چې یو زر او ۴۳۰ لرغوني آثار، چې د لوګر ولایت د مس عینک له لرغونو سیمو څخه موندل شوي وو، د پاک کارۍ، ابتدایي ترمیم، پېژندنې، ثبت او سجل په موخه د مس عینک ساحوي ګدام څخه د لرغون پېژندنې رياست مرکزي لابراتوار ته ولېږدول شول. یاد وزارت زیاتوي، دغه اثار د خټو، ډبرو، فلزاتو، ښیښې، هډوکو او لرګیو څخه جوړ شوي دي، چې پکې د کوشاني او ساساني دورو مسي سکې، کتیبو، کوچنۍ کوزه ګۍ، جامونه، پيالې، بېلابېل څراغونه، د مسو دستبندونه، عقیق، لاجورد، عاج، د هډوکو مهرې، ګاوترې، دوک او نور وسایل شامل دي.