
لوګر عامې روغتیا ریاست: د مور شېدو په اړه د مېندو پوهاوي کچه لوړه شوې
د لوګر ولایت عامې روغتیا ریاست له لوري د مور د شېدو تغذیې نړیوالې اونۍ د لمانځلو په مناسب جوړې شوې یوې غونډه کې د لوګر ولایت عامې روغتیا ریاست رئيس په ګډون د یو شمیر مؤسساتو استازو او روغتیا پالانو ګډون کړی وو.
جوړ شوې غونډې ته د لوګر ولایت د عامې روغتیا ریاست رئيس خافظ سیدالرحمن قادري وویل، د مور شېدې د ماشوم لپاره له روغتیا، ټولنیز او روانۍ اړخه ځانګړی ارزښت لري او اړینه ده چې مېندې خپلو ماشومانو تغذې لپاره له خپلو شېدو ګټه واخلي.
هغه وویل، په تېرو دریو کالونو کې لوګر ولایت کې د مور شېدو د ګټو په اړه خلکو ته د بېلابېلو روغتیايي مراکزو او کارکوونکو له لوري پوهاوی شوی ده او د پخوا په پرتله دغلته د خلکو په ځانګړې توګه د مېندو د پوهاوي کچه لوړه شوې ده.
همدارنګه په جوړې شوې ناسته کې د یو شمیر مؤسساتو استازو او روغتیا پالانو هم د مور شېدې د ماشوم او میندو روغتیا لپاره ګټورې وبللې او له مېندو یې وغوښتل چې ماشومانو ته تر ټاکلې مودې خپلې شېدې ورکړي.