افغانستان خبرونهلوګر

په لوګر کې د مور او ماشوم د مړینې کچه صفر شوې

د لوګر ولایت د عامې روغتیا ریاست مسؤلین زیاتوي چې د ښځینه ډاکترانو شتون، د قابلو زیاتوالی، د عاجلو روغتیایي خدمتونو پراختیا او د خلکو ته په دغه برخه کې  د عامه پوهاوي پروګرامونه  د دې بدلون تر ټولو ستر عوامل یاد کړي دي.

ورته وخت کې د سیمې یو تن ځایي اوسیدونکی عبدالرحمان وایي، «پخوا به زموږ د سیمو  ښځو په کلي کې زیږون کاوه چې ډیری  وخت به له ستونزو سره مخ کیدې  او حتا د ځینو خو به د مړینې سبب وګرځیدې. نوموړی زیاتوي  اوس د روغتونونو  خدمات ښه شوي، چې  له امله یې میندې د مسلکي قابلو په شتون کې  ماشومان زیږوي.»

بل لورته یوه ناروغ لرونکی رحمت‌الله وایي:« تر ټولو لوی توپیر دا دی چې اوس امبولانسونه هم شتون لري چې پر وخت او عاجله توګه ناروغانو ته رسیدنه کوي او  دا هغه څه دي چې د مور او ماشوم د مړیني مخنوی یې کړی.»

د لوګر ولایت د عامې روغتیا ریاست ویاند فهیم الله لودین وایي، « اسلاي امارت په بیا راتګ سره د مور او ماشوم  د روغتیا په برخه کې د پام وړ مثبت پرمختګونه راغلي دي او موږ په دې توانېدلي یو چې ډیر شمیر روغتیایي مراکز رامنځته کړو چې په دغو روغتیایې مراکزو کې روغتیا پالان د خوارځواکۍ،  واکسیناسیون د عامه پوهاوي او همدارنګه د حمل په دوران کې د مېندو لپاره لازمې مشورې ورکوې دغه راز نوموړی زیاتوي چې دا او دې ته ورته نور روغتیایي خدامات د دې لامل شوي چې په لوګر کې د زیږون پر مهال د مور او ماشوم د مړینې کچه صفر ته را ښته کړي.»

ورته وخت کې د عامې روغتیا ریاست د معلوماتو له مخې، په تېرو کلونو کې په لوګر کې د مور او ماشوم د مړینې ګڼې پېښې ثبت شوې وې، خو د ۱۴۰۳ کال په لومړۍ نیمایي کې هېڅ قضیه نه ده ثبت شوې.

روغتیا پالان زیاتوي  چې د زیږون پر مهال د مسلکي قابلو شتون، د وینې بانکي خداماتو فعالېدل ، د سیزرین عملیاتو لپاره د مسلکي ټیم موجودیت، او د میندو د مخکېني معایناتو منظمې ناستې هغه عوامل یادوي چې د مور او ماشوم د مړینې د مخنوي لامل ګرځیدلي دي.

 

اړونده مقاله

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button