
افغانستان خبرونهلوګر
لوګر کې ۷۰۰ بې وزله زده کوونکو سره د درسي توکو مرسته وشوه
لوګر ولایت پوهنې ریاست مسؤولین وایي چې د مهربان خیریه بنسټ له لوري د مرکز پل علم د ښوونځیو په شاوخوا ۷۰۰ بې وزله زده کوونکو قرطاسیه ووېشل شوه.
د دغه ولایت پوهنې ریاست ویاند شاه پور عرب مهال راډیو ته وویل، د لوګر مرکز اړوند د عثمانیه دیني مدرسې، کلنګارجهادي، شش کلا او بي بي فاطمې ښوونځیو له ۷۰۰ یتیمو او بېوزلو زده کوونکو سره د درسي توکو مرسته وشوه.
عرب زیاته کړه، په دې مرسته کې د لیکنې کتابچې، خودکار قلمونه او پنسلونه شامل وو، چې په ۷۰۰ یتیمو، بېوزلو او بې سرپرستو زده کوونکو ووېشل شول.
هیره دې نه وي چې له دې وړاندې هم د لوګر ولایت پوهنې ریاست له لارې یو شمیر خیریه بنسټونو له بې وزله زده کوونکو سره ورته مرستې کړې دي.