افغانستان خبرونهلوګر

لوګر کې د ۲۰۰زره ډالرو په ارزښت پروژې ګټې‌اخیستنې ته وسپارل شوې

د لوګر د اوبو او انرژۍ ریاست مسوولان وایي چې د ملګروملتونو د کرنې او خوړو نړیوال سازمان (FAO) له لوري د دغه ولایت په مرکز پل‌علم او محمداغې ولسوالي کې د شاوخوا دوه سوه زره ډالرو په لګښت د درېوو رغنیزو پروژ چارې بشپړې او نن رسما ګټې‌اخېستنې ته وسپارل شوې.

د یادو پروژو پرانېست‌غونډه کې د لوګر والي قاري صلاح‌الدین ایوبي سربېره د یوشمېر محلي ادارو مسوولانو او قومي مشرانو ګډون کړی وو.

جوړې شوې غونډې ته د لوګر د اوبو او انرژۍ ریاست ریيس ملا محمداسماعیل اخندازه وویل: «دغه پروژو کې د محمداغې ولسوالۍ د مغل خېل کانال چې ۱.۷ کېلومټره اوږدوالی او ۴ متره سور لري همدارنګه د همدې ولسوالۍ د لشکري خېل کانال لپاره ۴۲ متره په اوږدوالي او ۲.۵ متره په پلنوالي د اوبو سیفن جوړول او د مرکز پل علم حسن کانال  ۱۵۰ مترو په اوږدوالي تحکیمات او سربند په پاخه او اساسې ډول جوړول شامل دي.»

نوموړي زیاته کړه له پرانېستل شویو پروژو څخه به شاوخوا ۸ زره او ۵ سوه کورنۍ ګټه اخلي او شاوخوا ۲ زره او ۵۰۰ هکتاره ځمکه به ترې خړوبه شي.

بل‌خوا د محمداغې ولسوالي یوه اوسېدونکي عبدالله وايي، د یادو کانالونو پرانېستل د اوبو مدیریت او د اوبو ضایعاتو مخنیوي برخه کې ځانګړی اهمیت لري او اړتیا ده چې ورته پروژې د محمداغې ولسوالي په پاتې کلیو کې هم عملي شي.

دا پروژې په داسې حال کې پرانېستل شوې چې دوه اوونۍ وړاندې هم د کرنې او خوړو نړیوال سازمان(FAO) له لوري په بره‌کي‌برک، څرخ او ازرې ولسوالیو کې د یوشمېر سربندونو او کانالونو د جوړیدو چارې پيل شوې دي.

 

 

اړونده مقاله

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button