
کورنيو چارو وزارت مرستيال: افغانان په بشپړه توګه خپلواکۍ ته رسیدلي دي
د لوګر ولايت په مرکز پل علم کې د اطلاعاتو او کلتور رياست له لوري د اسد ۲۴ په مناسبت جوړې شوې يوې غونډه کې د اسلامي امارت لوړ پوړو مسولينو، د لوګر ولايت سیمه ییز چارواکو، قومي مشرانو او عامو خلکو ګډون کړی وو.
جوړې شوې غونډې ته د لوګر ولايت والي قاري صلاح الدين ايوبي وویل: «څلور کاله وړاندې په همدې ورځ د الله په مرسته او د باتورو افغانانو د تورې په زور له غربي ښکېلاک څخه موخپلواکې وګټله، اوس الحمدالله افغانانو د الله په مرسته او د اسلامي امارت د مشرتابه د هلو ځلو په پایله کې د یو واحد او مرکزي حکومت خاوندان یو.»
بل خوا د کورنیو چارو وزارت مرستيال مولوي عبدالله مختار وویل، افغانان وروسته له څلورو لسیزو سیاسي، اقتصادي پراختيايي، فرهنګي،جغرافيوي او هر اړخيزې خپلواکي ته رسیدلي دي.
نوموړي زياته کړه، افغانان بايد له شته خپلواکۍ لويه ګټه واخلي او د دې خپلواکۍ ساتلو لپاره خپل یوالي وساتئ.
د جوړې شوې غونډې په پای کې يو شمير شاعرانو، ليکوالانو او ترانه ویونکو خپل شعرونه او ترانې وويلي او ورزشکارانو خپل ورزشي نندارې وړاندې کړې.