
د هلمند سیند کې د ټراکټور ډوبېدو پېښه؛ ۳ ښځې او ۹ ماشومان مړه شوي
د هلمند سیند کې د ټراکټور ډوبېدو پېښه؛ ۳ ښځې او ۹ ماشومان مړه شوي
ځایي مسوولان وايي، د هلمند سیند “پنجاودو کېبلي کیښتیو سیمه کې” یو ټراکټور اوبو کې تر چپه کېدو وروسته ډوب شوی چې ١٢ کسان په کې مړه شوي.
د هلمند د اطلاعاتو او کلتور رئیس حافظ عبدالباري راشد تېره ورځ (جمعه، اسد ٣١) ویلي، ټراکتور له ګرمسیر څخه د ناوې ولسوالي پر لور روان و چې “پنجاودو کېبلي کیښتیو سیمه کې” سپرلیو سره یو ځای سیند کې چپه او ډوب شوی.
هغه وویل، پېښه کې درې ښځې او نهه ماشومان مړه شوي او څلور ماشومان ټپیان دي.
د ده په وینا، ۱۴ کسان د مسوولانو له خوا روغ ژغورل شوي.
یادې پېښې د سیمې د خلکو اندېښنې زیاتې کړي، ځکه د هلمند په ډېرو سیمو کې د پلونو د نشتون له امله خلک اړ دي له سیند څخه د اوښتو لپاره له ورته کیبلي کیښتو کار واخلي.
د هلمند اوسېدونکي له حکومته غواړي چې د خلکو د تګ راتګ لپاره دایمي حل لارې برابرې کړي، څو د ورته ناورینونو مخه ونیول شي.