
افغانستان خبرونهلوګر
لوګر کې څلور کسان د بېلابېلو جرمونو په تور نیول شوي
د لوګر ولایت په مرکز پلعلم ښار کې درې کسان د موبایلونو او موټرسایکلونو د غلا او یو بل کس د یوې مېرمنې او درېیو ماشومانو تښتولو په تور نیول شوي دي.
د لوګر د امنیې قوماندانۍ ویاند مولوي احمدالله انس مهال راډيو ته وویل، امنیتي ځواکونو په پلعلم ښار کې درې کسان د موبایلونو او موټرسایکلونو د غلا او یو بل کس چې په اصل کې د خوست ولایت اوسېدونکی دی، د یوې ښځې او درېیو ماشومانو د تښتولو په تور نیولي دي.
هغه زیاته کړه، نیول شوو کسانو پر خپلو جرمونو اعتراف کړی او ډېر ژر به عدلي او قضايي ارګانونو ته وروپېژندل شي.