افغانستان خبرونهلوګر

لوګر کې د قیمتي ډبرو ۳۵ نوي کانونه کشف شوي

د لوګر مسوولان وايي، د دغه ولایت په مرکز پل‌علم او یو شمېر ولسوالیو کې د قیمتي ډبرو ۳۵ نوي کانونه کشف شوي.

د دغه ولایت د کانونو او پټرولیم رییس مولوي احمدالله فرقاني پل‌علم کې خبریالانو ته وویل، د ۳۵ نویو کانونو په اړه مالومات او سروې بشپړه شوې او د منظورۍ لپاره کانونو وزارت ته استول شوي

ده وویل، دامهال لوګر کې د قیمتي ډبرو په ۵ کانونو کار روان دی او د یادو کانونو له درکه یې په تېرو پنځه میاشتو کې ۷ میلیون افغانۍ عواید راټول کړي.

فرقاني زیاتوي، لوګر کې د کانونو استخراج برخه کې شاوخوا ۱۰۰۰ اوزګارو کسانو ته د کار کولو زمینه برابره شوې.

د کانونو رئیس زیاته کړه چې لوګر کې د کانونو غیر قانوني کېدنه صفر شوې او هیچا ته اجازه نه‌ورکوي چې په غیر قانوني توګه د کانونو کېدنه وکړي.

 

اړونده مقاله

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button