افغانستان خبرونهلوګر

لوګر کې د موټرو معیاري ترمینال جوړېږي

د لوګر محلي مسوولان وایي چې د دغه ولایت په مرکز پل‌علم ښار کې د ټرانسپورتي نظم لپاره د موټرو معیاري ترمینال جوړېږي.

د لوګر والي قاري صلاح‌الدین ایوبي پل‌علم کې یوې غونډې ته ویلي چې د یوه معیاري ترمینال جوړېدو لپاره د ولایت مقام په مشري د ښاروالۍ، ټولګټو، ټرانسپورت، ښار جوړونې او علماوو شورا ریاستونو څخه یوه ګډه کمېټه ګومارل شوې او ډېر ژر به د یاد ترمینال د جوړیدوعملي چارې پيل شي.

ایوبي زیاته کړه، پل‌علم ښار کې یو مجهز او منظم ترمینال نه یوازې د ښار ترانسپورت وضعیت ښه کولای شي، بلکې د ګډوډۍ، ګڼې‌ګوڼې کمولو او د مسافرو هوساینې زیاتولو کې هم اساسي مرسته کولای شي.

هغه همدارنګه زیاته کړه، د موټرو ترمینال جوړېدو لپاره په پل‌علم ښار کې ځای ټاکل کېږي او وروسته به یې د جوړېدو عملي چارې پیل شي.

د لوګر اوسېدونکي هم خوښ دي چې د حکومت له لوري د موټرو لپاره معیاري ترمینال جوړیږي، خو ټینګار کوي چې دغه ترمینال دې داسې ځای کې جوړ شي چې د ښار اوسنۍ بېنظمي، ټرافیکي ګڼه ګوڼه او د ولس اساسي ستونزې پرې هوارې شئ.

 

اړونده مقاله

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button