
لوګر اوسیدونکي: د چاپیریال ساتنې په اړه دې خلکو ته پوهاوی وشي
په لوګر ولایت کې د چاپیریال ساتنې موضوع ورځ تر بلې د خلکو د پام وړ ګرځېدلې ده او د یاد ولایت اوسېدونکي وایي، د چاپیریال پاکوالی یوازې د ښکلا او ښې فضا لپاره نه بلکې د روغتیا، ټولنیز ژوند او راتلونکو نسلونو د هوساینې لپاره هم اړین دی.
هغوی زیاتوي چې په تېرو کلونو کې د بېپروايۍ له امله د ښارونو، کلیو او د استوګنې سیمو په شاوخوا کې کثافات ډېر شوي وو، چې اوس یې د مخنیوي لپاره جدي هڅې پیل شوي دي.
د لوګر ولایت د چاپیریال ساتنې ریاست مسؤلین هم په ورته ډول ټینګار کوي، او زیاتوي چې که ټولنه په ګډه د چاپیریال ساتنې په برخه کې کار ونه کړي نو ستونزې به ورځ تر بلې ډېرې شي.
د دوی په وینا د ښارونو او کلیو په پاک ساتلو کې د خلکو همکاري تر هر څه مهمه ده، ځکه یوازې د ادارو هڅې کافي نه دي.
د چاپیریال ساتنې ریاست د نظارت او تفتیش عمومی مدیر محمد یعقوب امینی داسې وویل: « خلک هم د چاپریال له فرهنګ سره اشنا شوي دي رسنیو ته موږ وخت په وخت پیغامونه ورکړي دي د رسنیو له لارې د اطلاعاتو او فرهنګ له لاری حتی د مجلو او چاپیزو رسنیو له لارې د چاپیریال ساتنې د اهمیت په تړاو ولس او ښاریانو ته پوهاوی شوی ده او زمونږ هم له ښاریانو غوښتنه داده چې له چاپیریال ساتنې ادارې سره یو ځای د پاک ښار او چاپیریال لپاره لاس په کار شي.»
نوموړی زیاتوي، چې موږ هڅه کوو چې د چاپیریال د پاک ساتلو فرهنګ خلکو ته ورسوو او همدارنګه مو تازه په ښار کې یو شمیر حمامونو ته فلټرونه نصب کړي چي د ښار هوا او چاپیریال خرابه نه کړي.
هغه وایي، چې له یادې برخې څخه وخت په وخت څارنه ترسره کوي، او د یادې برخې د لا پیاوړتیا لپاره په ښوونځیو، جوماتونو او عامه ځایونو کې د عامه پوهاوي پروګرامونه هم لري.
په همدې حال کې د پل علم یو شمیر ښاریان وایي چاپیریال ساتنه یوازې د ښاروالۍ یا دولتي ادارو دنده نه ده، بلکې هر وګړی باید خپله ونډه په کې واخلي.
هغوی باور لري چې کثافات یوازې د ژوند د چاپېریال ښکلا له منځه نه وړي، بلکې د ناروغیو د خپرېدو لوی لامل هم کېږي.
د لوګر یو تن اوسیدونکی نظر ګل وايي: «چاپیریال ساتنې ته پاملرنه ډيره مهمه ده، دغه کار یوازې د چاپریال ساتنې ریاست دنده نده، عام ولس او ښاریانو ته پکار ده چې خپل کثافات په ټاکلو ځایونونو کې واچوي او خپلو کورنیو غړیو ته د پاک ښار او چاپیریال په اړه مالومات روکړي.»
په همدې حال کې کارپوهان وایي چې چاپیریال ساتنه دوه اړخیزې پایلې لري: که ورته پاملرنه وشي، ټولنه به د پاکې هوا، تازه اوبو او منظم چاپېریال څخه ګټه واخلي.
خو که ورته بېپروايي وشي، د ناروغیو زیاتوالی، د طبیعي سرچینو له منځه تګ او د ژوند د کیفیت خرابېدل به حتمي وي.
د چاپیریال ساتنې یو تن فعال محمد سمیع صمیم وویل: « لکه څرنګه چې تاسې پوهیږي چاپيریال ساتنه یوه ملي موضوع ده او هر وګړی باید د پاک او خوندي چاپیریال لپاره کار وکړي، لوګر ولایت که څه هم ډير کوچنی ولایت ده خو په دې ورستیو کې د ښاریانو نه پاملرنې له امله چاپيریال زیانمن شوی ده او اړتیا ده چې ښاریانو ته د چاپيریال ساتنې په اړه پوهاوی ورکړي.»
صمیم زیاته کړه، چې چاپیریال زموږ د ژوند اساس دی که موږ د ځنګلونو، اوبو او فضا ساتنه ونه کړو، راتلونکې نسلونه به له سختو ستونزو سره مخ شي.
دا په داسې حال کې ده، چې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو سره په لوګر کې د چاپیریال ساتنې برخې ته پاملرنه زیاته شوې او په دې برخه کې ښاریانو ته ګڼې آسانتیاوې رامنځته شوې دي.



