
لوګر کې تر ځمکې لاندې د اوبو سطحه د پام وړ ټېټه شوې
په داسې حال کې چې په افغانستان کې اقلیمي بدلونونه، بېپامۍ او د اوبو ناسمه استفاده ورځ تر بلې خلک له ستونزو سره مخ کوي، د لوګر ولایت ګڼ شمېر اوسېدونکي وایي چې د دوی په سیمو کې د ځمکې لاندې اوبه په چټکۍ سره کميږي او که وضعیت همداسې دوام وکړي، نو کرنه، څښاک او ورځنی ژوند به یې له سختو ګواښونو سره مخ شي.
حمیدالله کډوال او حکیم الله چې د لوګر ولایت اوسیدونکي دي وايي، پخوا به مو په څو متره کې اوبه ایستلې، خو اوس باید له سلو متره ډېر کیندنه وکړو ترڅو اوبو ته لاسرسی پیداکړو، دوئ زیاتوی د اوبو سطحه ورځ تر بلې ټیټیږي او د کرنې لپاره نورې اوبه نهلرو، پخوا مو به مو درې جرېبه ځمکه کرله اوس د اوبو د کمښت له امله اړ یو چې یو جریب ځمکه ووکرو، مالداري هم له منځه ځي او که چار واکي دې برخې ته پاملرنه و نکړي لرې نده چې خلک به له سختو ستونزو سره لاس او ګریوان شي.
حمیدالله کډوال:«څاه ګانې وچې شوې دي، وخته به اوبه 10 او 12 مترو کې اوبه وې ولې اوس 100 میتري کې هم اوبه اکثر وخت نه پیدا کېږي بعضي ځایونو کې،ډیرو کمو ځایونو کې 100 او 80 مترو څاه کې اوبه شته ،کنه 200 او 150 مترو څاه ګانې دي که له دې نورې هم کشته کېږي نو دابه ډیره غټه ستونزه وي او ممکن یو بشري ناورین سره خلک مخ شي».
حکیم الله: «د پخوا په پرتله که ووایمه نیم په نیمه یعني پخوا به چې کله په دیرش مترو کې یوه څاه اوبه ور کوله اوس په شپیتو مترو کې ور کوي،یعني نیم په نیمه کې اوبه کمې شوې دي د پخوا په پرتله او د اوبو کمښت له امله مونږ له بېلابېلو ستونزو سره مخ کړي یو،زراعت چې پخوا مثلآ څومره 3 جریبه،4 جریبه ځمکه مونږ کرله اوس یو جریبه هم نشو کولی ،هغه څاګانې،لاسي څاګانې چې پخوا مونږ وهلې وي،هغه خو بیخې وچې شوې دي،یعني بیخې کښته طرفه ته باندې روانې دي،مونشو کولی چې ورځني ضرورتونه چې د زراعت په برخه کې دي مونږ نشو کولی، کاریزونه مکمل وچې شوې دي او بیخې په کې نشته،پخوا به کاریزه کې اوبه وې همغه ځاي څخه به مونږ پټي خړوبول،یعني اوبه ورځ په ورځ په ښکتهذطرف باندې روانې دي او اوبه بیخې کمې شوې دي د پخوا په پرتله».
د لوګر د اوبو او انرژۍ رئیس مولوي محمد اسماعیل هم د دغې ستونزې پخلی کوي او وایي چې د اوبو کمښت موضوع د هیواد په کچه ده او وایي چې دوامداره اوبو مدیریت لپاره پلانونه لري.
مولوي محمد اسماعیل : ّ« زمونږ خو د اوبو لپاره دا پلانه ده چې في الحاله په ټول افغانستان کې وچ کالي ده،ستونزې ډیر دي،خصوصآ په لوګر کې بیا ډیرې د اوبو ستونزې دي،زمونږ کوم پلان چې د اوبو لپاره مو ترتیب کړې ده،چې په راتلونکې کې څوک څاګانې وهي د اوبه د څښاک لپاره،دې لپاره باید د څاه ترڅنګ بله څاه ووهل شي او دا زمونږ شرط ده، او له دې سره اوبه را ژوندې کېږي او ور سره تغذیعه کېږي، هغه که د کورونو دچتونو اوبه وي ،د باران اوبه وي، او که د برمې ضایه شوې اوبه وي که دا بلې څاه ته ولویږي اوبه ږر سره را ژوندۍ کېږي».
د اوبو او انرژۍ رئیس زیاتوي؛چې د لوګر اوسیدونکي باید په معیاري ډول څاګانې وکیندي او له خلکو څخه مو غوښتنه ده،چې کوم اصول د څاګانو دي په همغه اصول باید تاسو ولاړ شئ،نو کومو ستحو کې چې غیر اصولي او غیري مسلکي څاګانې وهل ګېږي،هغه مونږ په ډیر تعداد بندې کړې که د لوګر په مرکز کې دي،بابوس ساحه ده،التمور ساحه ده، او مونږ له خلکو دا غوښتنه کوو چې د غیر اصولي یا غیر قانوني څاګانې نه وهي او په ضمن کې ددې چې دا غیر اصولي څاګانې بندې شي او که یي څوک وهي ،د هغه لپاره دې قطره یي سیستم باید جوړ کړې، د ولس سرم زیاتې غونډې نیولي،قومي مشرانو مخورو سره مو ډیرې ناستې کړې دي،د علما کرامو سره هغو ته هر وخت دا پیغام ده چې اوبه باید مونږ او تاسو را کنټرول کړو که کنټرول نکړو اوبه په داسې غټه سطحه باندې مصرفیږي چې دا اوس یي وینښ او دلوګر سند وچ کلک ده او غړپ اوبه نشته،که تاسې کوزه خوا د لوګر ته لاړشئ دا ونې داشې شوې لکه منی چې پرې راغلی وي اوبه بلکل نشه،نو له خلکو مو غوښتنه ده چې څومره اختیاط له اوبو سره کېږي باید هغومره احتیاط ور سره وشي».
د اوبو دبرخې د کارپوهانو په آند د اوبو د کمښت (بحران) ستونزه یوه جدي او نړیواله موضوع ده، چې ډېر هېوادونه، په ځانګړي ډول وچې او پرمختللې سیمې ورسره مخ دي. د کارپوهانو له نظره د باران کمښت، د تودوخې زیاتوالی، د واورې کموالی او د موسمونو ګډوډېدل د طبیعي اوبو سرچینې له منځه وړل او بیځایه اوبه مصرفول هغه څه دي چې د ترځمکې لاندې د اوبو د کمښت سبب شوی ده.



