
لوګر ځوانان د کاري فرصتونو د پراختیا غوښتنه کوي
د لوګر ولایت ګڼ شمیر ځوانان وايي،په دې وروستیو کې په هیواد کې له ګاونډيو هیوادونو زرګونه افغان کورنی په جبر هیواد ته راستنې شوي چې هم په لوګر کې ورسره اقتصادي ستونزې ډیرې شوي چې له امله يي ډیری ځوانان نه شي کولای خپلې ورځنۍ چارې په سم ډول سمبال کړي او د خپلې کورنۍ اړتیاوې پوره کړي.
دوی له دولتي مسولینو څخه غوښتنه کوي،د لوګر لوستو او نالوستو ځوانانو لپاره د نړیوالو موسیساتو او یو شمیر نور بنسټونو په ملاتړ او همغږي په بیلا بیلو برخو کې کاري فرصتونه کې برابر کړي ترڅو دوی وکولای شي خپل اقتصاد پیاوړی کړي.
د لوګر ولایت ډیری اوسیدونکي په دې وروستیو کې په هیواد کې له وزګارتیا او اقتصادي ستونزو سرټکوي او زیاتوي چې لوګر ولایت کې د ځوانانو لپاره په بیلا بیلو برخو کې کاري فرصتونه برابر شي.
د لوګر اوسیدونکی میلاد احمد چې له لوړو زده کړو فارغ شوی وايي، چې له تیرو څو کلونو راهیسې بیکاره دي او له پراخو اقتصادي ستونزو سره مخ دي.
نوموړی له دولتي مسولینو څخه غوښتنه کوي چې د لوګر لوستو ځوانانو لپاره کاري پروګرامونه برابر کړي تر څو پورې د دوی اقتصادي ستونزې هوارې شي.
(( نوم مې میلاد احمد ده د لوګر ولایت اوسیدونکی یم په مرکز کې اوسیږم ولا داسې خاص کار نلرم مکتب مې خلاص کړی او پوهنتون مې هم خلاص کړی دی مخکې مې خیاطي کې شاګردي کوله له دولت څخه مو غوښتنه داده چې د بیکاره ځوانانوته او هغو ځوانانو ته چې درسونه ویلي زحمتونه استلي دوی ته د کار زمینه برابره کړي چې له نورو هیوادونو څخه منع شي))
بلخوا د لوګر ولایت یوبل اوسیدونکي نجیب الله چې له تیرو څو کلونو راپدیخوا له وزګارتیا څخه سرټکوي وايي، چې په هیواد کې د وروستیو سیاسي تغیراتو او یو شمیرنورستونزو په هیواد کې کاري فرصتونه کم کړي دي.
نوموړی له دولتي چارواکو څخه غوښتنه کوي چې د نړیوالو موسیساتو په همکاري د لوګر ځوانان بهرنیو هیوادونو ته د کاري فرصتونو په موخه ولیږي او د کار زمینه دې ورته برابره کړي.
(( زما نوم نجیب الله د حصارک د سیمي اوسیونکی یم دلته بیکاره یم اوس هم کار پسې کرځیدم هغو نه موږ دا غوښتنه لرو چې د ځوانانو لپاره کاري فرصتونه برابر کړي او همدارنګه ځینې موسیساتو کې د کار زمینه ورته برابر کړي او پراختیايي پروژې لوګر ته را جذب شي ترڅو دا ځوانان مصروف اوسي))
همداراز د لوګر ولایت یو کارپوه عبدالحق مهمند وايي چې په دې وروستیو کې په هیواد کې کاري فرصتونه کم شوي او ورځ تربلې بیکاري زیاتیږي چې دغو ستونزو لوګر کې ماهره اوبااستعداده ځوانان له اقتصادي ستونزو سره مخ کړي دي.
مهمند په دولتي مسولینو غږ کوي چې د لوګر د بااستعداده اوماهره ځوانانو لپاره نړیوالې موسیسې او بنسټونه لوګر ته را جذب کړي ترڅو په دغه ولایت کې د ځوانانو لپاره اقتصادي، پراختیایی او یو شمیر نورې پروژې پلې کړي.
((په دې وروستیو کې کاري فرصتونه کم شوي موږ په ټولنه کې درې ډوله خلک لرو یو ماهره کارګر دي چې دوی کولای شي هیواد کې کار پیدا کړي او د لوستو کسانو لپاره په اداراتو کې بستونه پیداشي سیالۍ پر لاره واچوي او دولت کولای شي نړیوالې موسیسې تشویق کړي چې په لوګر کې یو شمیرپروژ پلي کړي))
په ورته مهال د لوګر ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست ریئس محمد حنیف انس وايي چې په دې وروستیو کې د لوګر ځوانان لپاره له یو شمیر موسیساتو او بنسټونو سره خبرې کړي ترڅو په دغه ولایت کې خپل فعالیتونه پیل کړي چې ځوانان ته کاري فرصت برابر شي.
نوموړي وویل، چې د لوګر ځوانانو لپاره مو د کاراو ټولنیزو چارو وزارت په ملاتړ د مسلکي زده کړو په موخه د موبایل جوړلو، نلدواني، برق او د لبنیات د پروسیس لپاره څلور مسلکي حرفې جوړې کړي چې په دغو مسلکي زده کړو کې ۱۲۶ کسان بوخت دي .
((څلورحرفې لرو یوه د نلدواني ده،یوه د ساختماني د برق ده همدارنګه د موبایل جوړولو او پروسس د لبنیاتو دا څلور حرفي لرو چې په دې کې تقریبآ ۱۲۶ کسان موږ فارغین درلودل څه وحت مخکې د همدغو اسنادو په درلودلو سره کولای شي خارج هیوادونو ته ولاړ شي ځکه چې هغه یو با اعتباره سند دی دوی لپاره مو جدید شموله شاګردان نیولي دي چې په هغو کې بیا هم ۱۴۴ شاګردان په همدغو حریفو کې جذب کړي دي))
هغه زیاته کړه چې اسلامي امارت د کاري فرصتونو لپاره قطر هیواد د تلو ته تازه پروسه پیل کړې ترڅو په هیواد کې هغه افغان ځوانان د کار په موخه ولیږي چې اقتصادي ستونزو سره لاس او ګیروان دي.
نوموړی د لوګر له ځوانانو سره ژمنه کوي چې په خپل ټول توان سره هڅې کوي ترڅو نورې مسلکي پروژې لوګر ته راوړي او یو شمیر بنسټونو وهڅوي چې په لوګر کې خپل فعالیت پیل کړي ترڅو ځوانانو ته کاري فرصت برابر شي.
(( او د لوګر د ځوانانو لپاره چې نور فرصتونه برابر شي څلور حریفې مو نورې وزارت ته پشنهاد کړي دي او ۴۰۵ کسانو د قطر هیواد لپاره ثبت نام کړی ده چې انشاه الله وزارت نور هم په پام کې لري د دوی لپاره کاري فرصتونه برابر کړي او ۴۰۵ تنو لوګر کې ثبت نام ورته کړی دی))
د لوګر اوسیدونکي په داسې حال کې د کاري فرصتونه غوښتنه کوي چې په دې وروستیو کې له یو شمیر ګاونډيو هیوادونو څخه زرګونه افغان ګډوال په جبر او زور خپل هیواد ته را ستانه شوي چې ورسره هم په هیواد کې اقتصادي ستونزې،بیکاري او کاري فرصتونه کم شوي دي.



