افغانستان خبرونهلوګر

لوګر کې دوه کسان له ۲۷ کېلو ګرامه نشه یي توکو سره یو ځای نیول شوي

لوګر ولایت امنیه قوماندانۍ مسؤولین وایي چې ددغه ولایت په څرخ ولسوالۍ کې د یوه کشفي راپور له مخې دوه کسان له ۲۷ کېلو ګرامه نشه يي توکو سره یو ځای نیول شوي دي.

د دغه ولایت امنیه قوماندانۍ ویاند مولوي احمدالله انس مهال راډيو ته وویل، نیول شوي کسان د لوګر  ولایت د څرخ او خروار ولسوالۍ اوسیدونکي دي چې له ۲۷ کېلو ګرامه نشه يي توکو د قاچاق او پلور پر مهال نیول شوې دي.

انس زیاته کړه، د لوګر ولایت امنیه قوماندانۍ پولیس په دې توانېدلي چې د لوګر ولایت په مرکز پل علم او ولسوالیو کې د نشه يي توکو کرکېله،قاچاق او راکړې ورکړې مخنیوی کړی ده.

نوموړي زیاته کړه، نیول شوي کسان به ډېر ژر د عدلي او قضايي ارګانونو ته وروپېژندل شي.

هېره دي نه وي چې د لوګر ولایت امنیه قوماندانۍ پولیسو ددغه ولایت په خوښۍ ولسوالۍ کې نږدې ۶ سوه کېلو ګرامه چرس نیولي وو.

اړونده مقاله

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button