
لوګر اوسیدونکي د لرغونو اثارو د ساتنې لپاره د معیاري موزېم د جوړلو غوښتنه کوي
د لوګر ولایت د مرکز پل علم په ګډون د یو شمیر ولسوالیو اوسیدونکي په دغه ولایت کې د لرغونو او تاریخي اثار د خوندي ساتنې لپاره د یوه میعاري او اساسي موزیم د جوړلو غوښتنه کوي.
دوي وايي چې د لرغونو اثارو ساتنې موزیم په یوه ولایت کې ځکه ډیر مهم دی چې د یوه هېواد ارزښتناک تاریخي،لرغوني، فرهنګي او هنري اثارپکې ساتل کیږي او لرغوني اثار د یوه هیواد د تاریخ د یوه سند حیثیت او ارزښت لري.
عام وګړي او فرهنګیان له دولتي مسولانو څخه غوښتنه کوي چې په لوګر کې د تاریخي ، لرغونو، فزهنګي او هنري اثارو د ساتنې او بډاینې لپاره باید یو معیاري او اساسي موزیم جوړکړي ؛ ترڅو د دغه ولایت د لرې پرتو سیمو او ولسوالیو تاریخي اثار پکې خوندي وساتل شي.
د لوګر ولایت اوسیدونکی ګل احمد په دغه ولایت کې د تاریخي او لرغونو اثارو د ساتنې لپاره موزیم ډیر مهم بولي او له دولتي مسولانو څخه غوښتنه کوي چې ژر تر ژره دې په دغه ولایت کې یو معیاري او اساسي موزیم جوړکړي.
هغه زیاته کړي که چیرې په دغه ولایت کې د تاریخي ، فرهنګي او هنري اثارو لپاره یو معیاري موزیم جوړشي ؛ نو ورسره سم به د خلکو په ژوند مستقیمآ مثبتې اغیزې وکړي او د عامه پوهاوي کچه به یې لوړه شي.
( موزیم هغه ځای ده چې پخواني اثار پکې ساتل کېږي او د هېواد پخوانی دود ، کلتور او رواج چې پخوا پلل شوي له هغه مو خبروي. موزیم زموږ ټولو ځوانانو لپآره ډېره مهم ده ؛ ځکه چې موږ له خپل تاریخ ، کلتور او فرهنګ څخه خبروي.)
په ورته وخت د لوګر ولایت د پوهنتون استاد جهانګیر حنیفي وايي، موزیم په لوګر کې د لرغونو ، تاریخي او فرهنګي اثارو د ساتنې او د یوه هیواد د تاریخ د یوه سند حیثیت او ارزښت لري او د لرغونو اثار له امله لوګر یو غني ولایت دي.
هغه له دولتي مسولینو څخه غوښتنه کوي چې لوګر کې د لرغونو او فرهنګی اثارو د راټولو لپاره یو لوی او میعاری موزیم جوړ کړي ترڅو د لرغونو اثار د لیدلو لپاره له بیلا بیلو ولایتونو څخه سیلانیان او ځوانان په ښه ډول راشي او له موزیم څخه لیدنه وکړي.
( لوګر ولایت د لرغونو اثارو له کبله ډېر غني ولایت دی . نو په لوګر ولایت کې د دغو آثارو د راټولولو لپآره باید ډېر کار وشي ، چې تراوسه پورې ځینې ـ ځینې اقدامات شوي ؛ نو موږ له دولت او موسیساتو څخه غواړو ، چې په لوګرکې د اثارو لپاره یو غټ موزیم جوړ کړي. )
همداراز د لوګر ولایت د اطلاعاتو کلتور ریاست د موزیم مدیرمحمد امین ناصري په دغه ولایت کې د معیاري موزیم د نشتون ستونزه مني خو وايي، چې په دغه ولایت کې د لرغونو،فزهنکي او هنري اثارو د ساتنې لپاره یو کوچنی موزیم برابر کړی دی او هڅه کوي چې په راتلونکې کې د اطلاعاتو کلتور وزارت په مالي ملاتړ یو معیاري موزیم جوړکړي.
نوموړي زیاته کړه چې موزیم د ځوانان د زده کړه تعلیم د عامه پوهاوي لپاره یو مهم ځای دی ترڅو ځوانان او د لوګر اوسیدونکي له موزیم څخه د تاریخي، فزهنکي او هنرپه برخو کې ګټه واخلي او خپل تاریخي اثار د لوګر موزیم ته وسپاري ترڅو له موزیم سره د خلکو اشنايي زیاته شي.
“ځوانانو ته موزیم د زدهکړې او پوهاوي ځای دی. کله چې یو ځوان خالي موزیم ته راځي، نو له آثارو سره بلدتیا پیدا کوي او د افغانستان له تاریخ سره اشنا کېږي. موږ هڅه کوو چې خپل موزیم ملي او معیاري موزیم ته بدل کړو. موږ په محمد آغه ولسوالۍ او مرکز کې تر څلور جریبه ډېر ځمکونه لرو. هغه آثار چې د مس عینک له سیمې څخه ترلاسه کېږي، موږ هڅه کوو چې هغوی لوګر سیمهییز موزیم ته انتقال کړو.”
همدارنګه د لوګر ولایت د اطلاعاتو کلتور ریاست ریئس مولوي فیض الله جوهري د لروغونو تاریخي،فرهنګي او هنري اثارو د ساتنې او پالنې لپاره په لوګر ولایت یو میعاري موزیم ډير اړین ،ضروري دی او ملي شتمني ګڼي.
نوموړي په خپلو خبرو کې وویل چې د لوګر د مس عینک کان په ګډون له یو شمیر نور سیمو حخه تاریخي،فرهنګي او هنري اثار راټول کړي او د قانون له اصولو سره سم يي موزیم ته سپارلي دي.
هغه د لوګر اوسیدونکو ته ډاډ ورکوي چې په راتلونکي کلونو کې به د اطاعاتو کلتور وزارت په ملاتړ او همغږي د تاریخي اثارو د ساتنې او راټولو لپاره یو میعاري موزیم جوړ کړي.
( په لوګر ولایت کې په محلي کچه موږ موزیم لرو او د اوس لپآره بسنه کوي.
لوګر ولایت په خپله غېږه کې د مس عینک غوندې کان لري ، چې له هغه څخه ډېر مهم ـ مهم اثار ترلاسه کېږي ؛ نو دغه اثار موږ د لوګر په محلي موزیم کې ساتوو. په یو ولایت کې د موزیم شتون ډېر مهم دی ؛ که چېرې په یو ولایت کې موزیم نه وي ؛ نو هغوی خپله ولسي شتمني له لاسه ورکوي.)
لوګر اوسیدونکي په داسې حال کې د یو معیاري موزیم د جوړولو غوښتنه کوي چې لوګر د سیمي په کچه مشهورې لرغونې سیمي او تاریخي ابدې لري چې په محمداغې ولسوالۍ کې د عینک لرغونې سیمه همدا راز په بره کې برک ولسوالۍ د سجاونډ او په خروار ولسوالۍ کې د کافرکوټ لرغونې سمې یادولی شو.



