افغانستان خبرونهسپورټلوګر

لوګر کې د ۱۲ ورزشي فدراسیونونو څانګې پرانېستل شوي

په لوګر ولایت کې د ورزش د ودې او د بېلابېلو ورزشي څانګو د فعالیتونو د تنظیم په موخه د ۱۲ ورزشي فدراسیونونو څانګې پرانېستل شوې دي.

د لوګر د بدني روزنې او ورزش آمریت آمر انجنیر مزمل نعیم‌زي، مهال راډیو ته وویل چې په دې وروستیو کې د المپیک ملي ادارې له لوري په څلورو کټګوریو؛ کم‌عمره ځوانانو، نوي ځوانانو، ځوانانو او لویانو برخو کې د ۱۲ فدراسیونونو څانګو خپل فعالیتونه پیل کړي دي.

نوموړي زیاته کړه، دا مهال په لوګر ولایت کې د ۳۰ فدراسیونونو څانګې فعالیت لري چې له دې ډلې ۱۲ یې د باسکیټبال،هنډبال،تکواندو،سوک وهنې، غېږنیونې،بایسکل ځغلونې، دودیزې لوبو،ووشو،کیک بوکسینګ،موی تای، رزمي ورزش او کاراتې څانګې نوي فعالې شوي دي. د هغه په وینا، زرګونه ځوانان په بېلابېلو ورزشي څانګو کې ورزش کوي او هڅه کوي چې ملي لوبډلو ته لاره ومومي.

نعیم‌زي همدارنګه وویل، د لوګر د بدني روزنې او ورزش آمریت هڅه کوي چې په ولایت کې دودیزې لوبې هم بېرته راژوندۍ کړي او په همدې موخه یې په یو شمېر ولسوالیو کې سیالۍ هم ترسره کړې دي.

بل‌خوا د لوګر یوه ورزشکار عزیز احمد د دغو فدراسیونونو د څانګو پرانېستل د ورزش د پراختیا لپاره مهم ګام بولي او وایي چې دا به د ځوانانو د لا زیاتو لاسته راوړنو لپاره زمینه برابره کړي.

خو دوی ټینګار کوي چې د المپیک ملي اداره باید ورزشکارانو ته د ظرفیت لوړونې پروګرامونه، ولایتي سیالۍ، ورزشي وسایل او په هره ولسوالۍ کې د لوبغالو جوړولو اسانتیاوې برابرې کړي.

ورزشي کارپوهان هم باور لري چې د ورزشي بنسټونو پراختیا کولی شي ځوانان له بېلابېلو ټولنیزو ستونزو او ناوړه پدیدو څخه لرې وساتي او د سالمې ټولنې په جوړولو کې اغېزمن رول ولوبوي.

د لوګر د ورزش آمریت مسؤلین وایي، هڅه کوي چې د فدراسیونونو ترڅنګ د ورزشي لوبغالو، تجهیزاتو او روزنیزو پروګرامونو په برخه کې هم اسانتیاوې زیاتې کړي، څو د ولایت ورزشکاران وکولای شي په ملي او نړیوالو سیالیو کې د پام وړ لاسته راوړنې ولري.

اړونده مقاله

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button