
لوګر ماشومانو کې د نس ناستې ناروغۍ زیاته شوې
د لوګر د مرکز پلعلم او یو شمېر ولسوالیو اوسېدونکي وايي، د هوا له تودېدو سره په ماشومانو کې د نسناستې ناروغۍ پېښې زیاتې شوې دي.
د «نایب امینالله خان لوګري» ۳۰۰ بستریز ولایتي روغتون یو شمېر ناروغلرونکي وايي، ماشومان یې د نسناستې، د بدن د اوبو د کمښت او نورو اړوندو ستونزو له امله روغتون ته راوړي دي.
سلیمه او خاطره چې خپل ماشومان یې د درملنې لپاره یاد روغتون ته راوړي وايي، د هوا له ګرمېدو سره یې ماشومان په نسناستې اخته شوي او د ناروغۍ له امله یې روغتیايي حالت خراب شوی دی.
بلخوا، حاجي شیرباز چې درې لمسیان یې په نسناستې اخته شوي، وايي ماشومان یې له تېرې اوونۍ راهیسې په ولایتي روغتون کې تر درملنې لاندې دي.
نوموړی له حکومت څخه غواړي چې په دولتي روغتونونو کې د ماشومانو د درملنې لپاره لا زیاتې اسانتیاوې برابرې کړي.
د «نایب امینالله خان لوګري» ۳۰۰ بستریز ولایتي روغتون د ماشومانو متخصص، ډاکټر نعمتالله روحاني، وايي چې د هوا له تودېدو او د کډوالو له راتګ سره په ماشومانو کې د نسناستې ناروغۍ زیاتې شوې دي.
روحاني وایي، هره ورځ شاوخوا ۵۰ تر ۱۰۰ ماشومان دې روغتون ته مراجعه کوي چې له ډلې یې له ۴۰ تر ۶۰ پورې ماشومان د نسناستې په ناروغۍ اخته وي.
نوموړي وویل، د هوا تودوخه او د کډوالو راتګ د دې ناروغۍ د زیاتېدو له عواملو څخه دي او روغتیايي کارکوونکي د ناروغو ماشومانو درملنه کوي.
د لوګر د عامې روغتیا ریاست رئیس، ډاکټر زرک ځیرک، هم په ماشومانو کې د نسناستې ناروغۍ زیاتوالی مني او وايي، د موسم له تودېدو سره په مرکز او ولسوالیو کې د دې ناروغۍ پېښې زیاتې شوې دي.
نوموړي وویل، موسمي ناروغۍ د موسم له بدلون سره زیاتېږي او اوس چې هوا ډېره ګرمه شوې، په ماشومانو کې د نسناستې ناروغۍ هم زیاتې شوې دي.
د عامې روغتیا ریاست رئیس زیاتوي چې په ټولو دولتي روغتیايي مرکزونو او روغتونونو کې د ناروغو ماشومانو درملنه روانه ده او کورنۍ باید د ماشومانو روغتیا ته جدي پاملرنه وکړي.
د لوګر د عامې روغتیا ریاست له کورنیو غوښتنه کوي، که کوم ماشوم په نسناستې اخته شي، د بدن د اوبو د کمښت د مخنیوي لپاره د روغتیايي کارکوونکو لارښوونې عملي کړي او ماشوم ژر تر ژره نږدې روغتیايي مرکز یا روغتون ته ورسوي.



