افغانستان خبرونهلوګر

چارواکي: محتسبین دې له خلکو سره نرم او ښه چلند وکړي

د امر بالمعروف، نهې عن‌المنکر او شکایتونو اورېدو وزارت له لوري د لوګر د مرکز او ولسوالیو د محتسبینو لپاره جوړ شوی څلور ورځنی سمینار پای ته ورسېد.

د سمینار د پای غونډې پر مهال د لوګر مرستیال والي، مولوي انعام‌الله صلاح‌الدین، وویل چې د امر بالمعروف محتسبین د ټولنې د اصلاح او سمون په برخه کې مهم مسوولیت لري او باید په خپلو چارو کې له نرمۍ او ښه چلند څخه کار واخلي.

بلخوا، د یاد وزارت د محتسبینو او مبلغینو د ښوونې او روزنې رییس، مولوي شریف‌الله حقاني، له محتسبینو وغوښتل چې له خلکو سره په نرمه ژبه او ښه چلند وکړي او په سمینار کې ترلاسه کړې زده‌کړې په خپلو ورځنیو چارو کې عملي کړي.

د معلوماتو له مخې، په دغه څلور ورځني سمینار کې د لوګر د مرکز او ولسوالیو د محتسبینو د امرینو په ګډون ۳۱ کسانو ګډون کړی و.

اړونده مقاله

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button