افغانستان خبرونهلوګر

لوګر کې د ۵۰ فابریکو لپاره د ودانیو جوړولو چارې پیل شوې

د لوګر ولایت د محمدآغې ولسوالۍ په صنعتي ښارګوټي کې د ۵۰ فابریکو او شرکتونو لپاره د ودانیو جوړولو چارې روانې دي، چې د چارواکو په وینا، یو شمېر پانګوالو یې د تولید چارې هم پیل کړې دي.
د لوګر د صنعت او سوداګرۍ ریاست د معلوماتو له مخې، د دغه صنعتي ښارګوټي د لومړي فاز لپاره ۵۰۰ جریبه ځمکه ځانګړې شوې او تر اوسه ۸۴ شرکتونو ته ځمکې وېشل شوې دي.
د یاد ریاست رئیس مولوي شبیراحمد صدیقي مهال راډیو ته وویل، د صنعتي ښارګوټي د دویم فاز لپاره هم ۱۰۰۰ جریبه ځمکه ځانګړې شوې، چې په نږدې راتلونکې کې به پانګوالو ته د ځمکو د وېش لړۍ پیل شي.
د صنعت او سوداګرۍ ریاست په وینا، په لوګر کې اوس مهال شاوخوا ۸۵ فابریکې او شرکتونه په بېلابېلو برخو کې فعالیت او تولیدات لري.
یو شمېر پانګوال وايي، د صنعتي ښارګوټي مناسب موقعیت، موجودې اسانتیاوې او کابل ښار ته نږدېوالی د پانګونې لپاره مهم فرصتونه برابروي. دوی له نورو پانګوالو هم غواړي چې په دې برخه کې خپلې پانګونې زیاتې کړي.
پانګوال په ورته مهال له حکومت څخه غواړي چې صنعتي ښارګوټي ته ژر تر ژره برېښنا ورسوي، څو د فابریکو د ودانیو له بشپړېدو سره سم یې عملي تولیدي فعالیتونه هم پیل او د پانګونې بهیر لا پراخ شي.

اړونده مقاله

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button