
لوګر کې ۳۰ کلنه دښمني د علماوو او مشرانو په منځګړیتوب پای ته ورسیده
د لوګر ولایت د محمدآغې ولسوالۍ په «ده محمدآغه» کلي کې د دوو کورنیو ترمنځ نژدې ۳۰ کلنه شخړه د سیمې د علماوو، قومي مخورو او ځوانانو په هڅو او منځګړیتوب په دوستۍ بدله شوه.
په جوړې شوې ناسته کې یو شمیر قومي مشرانو او علماوو وویل، دغه اوږدمهاله شخړه شاوخوا درې لسیزې وړاندې د ځمکې پر سر رامنځته شوې وه، چې په ترڅ کې یې د دواړو لورو درې تنه وژل شوي وو.
دیني عالمانو او قومي مشرانو د دواړو کورنیو ترمنځ شوی جوړجاړی او سوله د سیمې اوسېدونکو او اړخونو لپاره «لویه لاسته راوړنه» وبلله او له کورنیو یې مننه وکړه، چې د بښنې تر اعلان وروسته یې دې شخړې ته د تل لپاره د پای ټکی کېښود.
محمد عارف ویاند چې د یادې سیمې یو تن اوسېدونکی وایي، چې د یادې شخړې د حل لپاره د سیمې علماو، مخورو او ځوانانو نه ستړې کېدونکې هلې ځلې وکړې، چې په پایله کې دواړه کورنۍ یو وار بیا د ورورۍ پر لاره راماتې شوې.
د یادولو ده، چې تر دې وړاندې هم د لوګر مرکز اړوند «بابوس» سیمه کې د دوو کورنیو ترمنځ شل کلنه دښمني په دوستۍ بدله شوې وه.



