
افغانستان خبرونهلوګر
لوګر کې د فوټبال غوره لیګ سیالۍ پیل شوې
د لوګر د المپیک، بدني روزنې او ورزش آمریت مطبوعاتي مسوول مصطفی احمدي مهال راډيو ته وویل، دغه سیالۍ د لوګر د فوټبال فدراسیون له لوري، د المپیک، بدني روزنې او ورزش آمریت په همکارۍ پیل شوې دي.
احمدي وايي، په دغو سیالیو کې ۱۰ لوبډلې ګډون لري او لوبې به د ټاکل شوي مهالوېش له مخې په منظم ډول ترسره شي.
د نوموړي په وینا، د سیالیو په لومړۍ لوبه کې «تلاش پکتیا» لوبډلې «امید پادخواب» لوبډلې ته ۳-۲ ماتې ورکړه او بل پړاو ته یې لار وموندله.
د لوګر د المپیک، بدني روزنې او ورزش آمریت وايي، د دغو سیالیو موخه د فوټبال ودې او پراختیا، د نویو استعدادونو موندل، د ورزشکارانو د تخنیکي وړتیاوو لوړول او د لوبډلو ترمنځ د سالمې سیالۍ رامنځته کول دي.


