افغانستان خبرونهروغتیالوګر

لوګر کې ۸ درملتونونه او ۲ کلینیکونه وتړل شول

د لوګر د عامې روغتیا ریاست مسؤولین وايي، د دغه ریاست د روغتیايي خدمتونو د څارنې امریت کارکوونکو د پل علم ښار په التمور او پادخواب شانې سیمو کې اته درملتونونه او دوه خصوصي روغتیايي کلینیکونه د فعالیت جوازونو د نشتون او د روغتیايي اصولو د نه مراعت له امله تړلي دي.

د لوګر د عامې روغتیا رئیس، ډاکټر محمد زرک ځیرک وايي، د څارنې ټیمونو په یادو سیمو کې له نهو درملتونونو، دوو خصوصي روغتیايي کلینیکونو او اوو خوراکي پلورنځیو څخه څارنه کړې ده.

د نوموړي په وینا، د دې څارنې پر مهال یوه اندازه تاریخ‌تېر خوراکي توکي او غیرمجاز درمل هم راټول شوي او د له منځه وړلو په موخه د لوګر د عامې روغتیا ریاست ته لېږدول شوي دي.

ځیرک وايي، د دغو څارنو موخه د روغتیايي قوانینو پلي کول، د تاریخ‌تېرو او بې‌کیفیته درملو د پلور او کارونې مخنیوی او د خلکو د روغتیا خوندیتوب دی.

نوموړي ډاډ ورکړی، چې د خلکو د روغتیا ساتنې او د روغتیايي قوانینو د پلي کېدو په موخه به د درملتونونو، خصوصي روغتیايي کلینیکونو او خوراکي توکو د پلور مرکزونو څارنې دوام ولري.

اړونده مقاله

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button