
افغانستان خبرونهلوګر
لوګر کې د منکراتو ۱۴۲ قلمه وسایل وسوځول شول
د لوګر ولایت د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدو ریاست مسوولین وايي، په تېره یوه نیمه میاشت کې یې د دغه ولایت له مرکز او شپږو ولسوالیو څخه د موسیقۍ ۱۴۲ قلمه وسایل او د قمار ځینې توکي را ټول کړي وو، چې نن وسوځول شول.
د یاد ریاست ویاند، مولوي اکرامالله عزیر مهال راډیو ته وویل، د دغو توکو راټولول د محتسبینو د دوامدارو هڅو او د خلکو د همکارۍ په پایله کې ترسره شوي دي.
نوموړي له خلکو غوښتي چې د ودونو، خوښیو او نورو ټولنیزو مراسمو پر مهال د ساز، سرود او غیرشرعي موسیقۍ له کارولو ډډه وکړي او خپل مراسم د اسلامي ارزښتونو او شرعي اصولو له مخې ترسره کړي.
د یادونې وړ ده چې تر دې وړاندې هم د لوګر د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدو ریاست له لوري ورته توکي راټول او له منځه وړل شوي دي.



