افغانستان خبرونهلوګر

اطلاعاتو او کلتور وزارت: د جهادي اثارو د ساتنې لپاره په شپږو زونونو کې موزیمونه جوړېږي

د اطلاعاتو او کلتور وزارت چارواکي وايي، په هېواد کې د جهادي اثارو او تاریخي اسنادو د ساتنې لپاره په شپږو زونونو کې د موزیمونو د جوړولو پلان لري.

دغه موضوع د لوګر په مرکز پل‌علم کې د جهادي اثارو د راټولولو، د جهاد د تاریخ د تدوین او د تاریخي اسنادو، انځورونو او خاطرو د خوندي ساتلو په موخه جوړې شوې ځانګړې غونډه کې مطرح شوه.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د جهادي اثارو او اسنادو د ثبت ریاست رئیس، قاري احمدالله سعیدخوستي، په دې غونډه کې وویل، د رهبرۍ د لارښوونې له مخې به په شپږو زونونو کې موزیمونه جوړ شي، څو د جهادي دورو اړوند راټول شوي اثار او تاریخي توکي په کې وساتل شي.

نوموړي له جهادي مشرانو او مجاهدینو وغوښتل چې خپل پاتې شوي تاریخي اثار، اسناد، انځورونه، لیکنې او خاطرې له اړوندو ادارو سره شریکې کړي، څو په معیاري ډول ثبت او خوندي شي.

په ورته وخت کې، د لوګر والي قاري صلاح‌الدین ایوبي د جهادي اثارو او تاریخي اسنادو ساتنه مهمه وبلله او ویې ویل، د جهاد د تاریخ تدوین باید د باوري اسنادو، مستندو روایتونو، انځورونو او د عیني شاهدانو د خاطرو پر بنسټ ترسره شي.

نوموړي زیاته کړه، د وخت په تېرېدو سره تاریخي اسناد او خاطرې د له منځه تلو له خطر سره مخ کېدای شي؛ له همدې امله د دغو اثارو راټولول او ثبتول د راتلونکو نسلونو لپاره د تاریخي معلوماتو په خوندي ساتلو کې مهم دي.

د غونډې پر مهال، د جهادي اثارو د ساتنې عمومي رئیس مفتي محمد طاهر احمد او د لوګر د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي ثواب‌جان اسلامیار هم د تاریخي اثارو د راټولولو، ثبتولو او ساتنې پر اهمیت خبرې وکړې.

د غونډې د معلوماتو له مخې، په پام کې ده چې په هر ولایت کې د شهیدانو په نوم منارونه جوړ او په بېلابېلو سیمو کې د هغوی د یاد ساتلو لپاره یادګارونه هم جوړ شي. د پلان له مخې، د شهیدانو نومونه به پر دغو منارونو ولیکل شي.

اړونده مقاله

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button