
اطلاعاتو ته د خبریالانو د لاسرسي د ستونزو د حل غوښتنه وشوه
افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې د اطلاعاتو ته د عامه لاسرسي نړیوالې ورځې په مناسبت، چې هر کال د سپټمبر په ۲۸مه نمانځل کېږي، په کابل کې ناسته جوړه کړه.
په دې ناسته کې اطلاعاتو ته د خبریالانو د لاسرسي وضعیت، د رسنیزو فعالیتونو پر وړاندې شته ستونزې او اطلاعاتو ته د رسنیو د لاسرسي د ښه والي پر لارو چارو بحث وشو.
د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې مسؤول جمیل وقار وویل، په وروستیو ورځو کې یې د هېواد په یو شمېر ولایتونو او زونونو کې له خبریالانو سره د اطلاعاتو ته د لاسرسي د ستونزو په اړه لیدنې او ناستې کړې دي.
نوموړي وویل، په ځینو ادارو کې د ویاندویانو نشتوالی، له مسؤولینو سره د مرکو په برخه کې نابرابر لاسرسی، د بشپړو او پر وخت معلوماتو ترلاسه کولو ستونزې او د تحقیقي راپورونو لپاره اړینو معلوماتو ته محدود لاسرسی، د خبریالانو له مهمو ستونزو څخه دي.
هغه له حکومتي ادارو وغوښتل چې اطلاعاتو ته د خبریالانو د پر وخت او اسانه لاسرسي لپاره لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.
بلخوا، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د نشراتو معین مولوي حیاتالله مهاجر فراهي وویل، اطلاعاتو ته د خبریالانو د لاسرسي په برخه کې یو شمېر اقدامات شوي او د دې بهیر د لا ښه والي لپاره هڅې دوام لري.
د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز رئیس مولوي نعیمالحق حقاني هم اطلاعاتو ته د خبریالانو د لاسرسي پر اهمیت ټینګار وکړ او ویې ویل چې د شته ستونزو د حل لپاره بنسټیزو اقداماتو ته اړتیا ده.
په ناسته کې د رسنیو مسؤولینو او د خبریالانو استازو هم د رسنیزو فعالیتونو پر وړاندې د شته ستونزو په اړه خبرې وکړې او له حکومتي مسؤولینو او ویاندویانو یې له رسنیو سره د لا زیاتې همکارۍ غوښتنه وکړه.



