افغانستان خبرونهلوګر

لوګر کې ۸۴ ملکي او نظامي مسؤولین تغیر او تبدل شول

د لوګر ولایت مقام او امنیه قوماندانۍ د موافقې له مخې په دغه ولایت کې ۸۴ ملکي او امنیتي مسؤولین په نوو دندو وګومارل شول.

د لوګر د والي ویاند مولوي میرویس ابدالي مهال راډیو ته وویل، دغه بدلونونه د کورنیو چارو وزارت له موافقې او د ولایت مقام او امنیه قوماندانۍ د اړتیاوو پر بنسټ ترسره شوي دي.

د نوموړي په وینا، د دې بدلونونو په ترڅ کې د یو شمېر ولسوالیو ولسوالان، د امنیې قوماندانان، ښاروالان او نور اداري او امنیتي مسؤولین په بېلابېلو دندو وګومارل شول.

ابدالي زیاته کړه، قاري صبغت‌الله «تقوا» د ازرې ولسوالۍ د ولسوال، مولوي محمد دیدان «صابر» د محمدآغې ولسوالۍ د ولسوال او مولوي نورالله «غالب» د برکي‌برک ولسوالۍ د ولسوال په توګه ټاکل شوي دي.

هغه همدارنګه وویل، په امنیتي برخه کې هم بدلونونه راغلي، چې له مخې یې مولوي فیصل «زاهد» د څرخ ولسوالۍ د امنیې قوماندان، قاري ذبیح‌الله «ذاکر» د برکي‌برک ولسوالۍ د امنیې قوماندان او مولوي بهرام «حذیفه» د محمدآغې ولسوالۍ د امنیې قوماندان په توګه ګومارل شوي دي.

چارواکي وایي، دغه بدلونونه د اداري چارو د ښه والي، د امنیتي فعالیتونو د پیاوړتیا او خلکو ته د غوره خدماتو د وړاندې کولو په موخه ترسره شوي دي.

اړونده مقاله

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button