
سوداګرۍ وزارت مرستیال: د لوګر صنعتي پارک د پانګوالو ستونزې به هوارې شي
د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال مولوي احمدالله زاهد لوګر ولایت ته د سفر پر مهال د دغه ولایت له صنعتي پارک څخه لیدنه کړې او ډاډ یې ورکړی چې د صنعتکارانو ستونزو او غوښتنو ته به رسېدنه وشي.
د لوګر د والي ویاند مولوي میرویس ابدالي وایي، په دې لیدنه کې د لوګر د صنعت او سوداګرۍ رییس مولوي شبیر احمد صدیقي هم ملتیا کوله. د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال له یو شمېر فابریکو لیدنه کړې، د صنعتکارانو ستونزې او غوښتنې یې اورېدلې او د ملاتړ ډاډ یې ورکړی دی.
ابدالي زیاته کړې، په صنعتي پارک کې د یوه جومات د جوړولو چارې هم پیل شوې دي، چې د ۵۰۰ لمونځکوونکو د ځایولو ظرفیت به ولري.
د نوموړي په وینا، هغه ځمکې چې پخوا صنعتکارانو ته وېشل شوې وې، خو د ټاکل شویو شرایطو له مخې پرې صنعتي فعالیتونه نه وو پیل شوي، بېرته اخیستل شوې دي او ټاکل شوې چې وړ کسانو ته بیا ووېشل شي.
بلخوا، صنعتکارانو د یاد سفر هرکلی کړی او ژمنه یې کړې چې خپل فعالیتونه به د ملي او نړیوالو معیارونو له مخې پر مخ وړي، څو د کورني تولید پیاوړتیا، د کاري فرصتونو رامنځته کولو او اقتصادي ودې په برخه کې ونډه واخلي.



