افغانستان خبرونه

د افغانستان هوايي ځواکونو په پاکستان کې پر نظامي هدفونو بریدونه کړي

د افغانستان ملي دفاع وزارت وايي چې د هېواد هوايي ځواکونو نن غرمه شاخوا یوولس بجې د پاکستان پلازمېنې اسلام‌اباد کې فیض‌اباد ښار ته نږدې پر پوځي کمپ، په نوښار کې د پوځ پر کینټ، پر جمرود پوځي کالونۍ او ایبټ‌اباد کې هوايي بریدونه کړي.

سرچینه زیاتوي: «دغه هوايي عملیات په موفقانه توګه ترسره شول چې هلته یې د پاکستان فوج مهم نظامي ځایونه، مراکز او تأسیسات په نښه کړل.»

د یاد وزارت خبرپاڼه کې راغلأي چې دغه بریدونه د پاکستان نظامي حلقې د هغو هوايي تجاوزونو په غبرګون کې ترسره شول چې تېره شپه یې په کابل، کندهار او پکتیا کې ترسره کړل.

اړونده مقاله

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button