افغانستان خبرونهلوګر

لوګر کې د منکراتو ۱۴۲ قلمه وسایل وسوځول شول

د لوګر ولایت د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدو ریاست مسوولین وايي، په تېره یوه نیمه میاشت کې یې د دغه ولایت له مرکز او شپږو ولسوالیو څخه د موسیقۍ ۱۴۲ قلمه وسایل او د قمار ځینې توکي را ټول کړي وو، چې نن وسوځول شول.

د یاد ریاست ویاند، مولوي اکرام‌الله عزیر مهال راډیو ته وویل، د دغو توکو راټولول د محتسبینو د دوامدارو هڅو او د خلکو د همکارۍ په پایله کې ترسره شوي دي.

نوموړي له خلکو غوښتي چې د ودونو، خوښیو او نورو ټولنیزو مراسمو پر مهال د ساز، سرود او غیرشرعي موسیقۍ له کارولو ډډه وکړي او خپل مراسم د اسلامي ارزښتونو او شرعي اصولو له مخې ترسره کړي.

د یادونې وړ ده چې تر دې وړاندې هم د لوګر د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدو ریاست له لوري ورته توکي راټول او له منځه وړل شوي دي.

اړونده مقاله

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button