افغانستان خبرونهلوګر

لوګر کې د عاشورا مراسمو لمانځلو لپاره ځانګړي امنیتي تدابیر نیول شوي

لوګر کې د عاشورا مراسمو لمانځلو لپاره ځانګړي امنیتي تدابیر نیول شوي

 د لوګر ولایت سیمه‌ییز چارواکي وایي، د عاشورا مراسمو د خوندي ترسره کېدو په موخه د ولایت په مرکز پل علم او ټولو اړوندو سیمو کې ځانګړي امنیتي تدابیر نیول شوي دي.

په همدې موخه د لوګر مرستیال والي مولوي انعام‌الله «صلاح‌الدین» په مشرۍ د امنیتي، دفاعي او استخباراتي ادارو د همغږۍ غونډه ترسره شوه، چې پکې د عاشورا مراسمو د امنیتي چمتووالي او لازمې همغږۍ په اړه خبرې وشوې.

په غونډه کې د اهل تشیع هېوادوالو یوه استازي د سیمه‌ییزې ادارې او امنیتي بنسټونو له همکاریو مننه وکړه او د عاشورا ورځې د مراسمو د لا ښه تنظیم او د عزادارانو د امنیت د ټینګښت په اړه یې خپل وړاندیزونه شریک کړل. نوموړي د ولایتي ادارې د لا ډېرو همکاریو غوښتنه هم وکړه.

د لوګر مرستیال والي مولوي انعام‌الله «صلاح‌الدین» د خپلو خبرو پر مهال د بېلابېلو قومونو او ټولنیزو قشرونو ترمنځ پر یووالي، ورورولۍ او متقابل درناوي ټینګار وکړ او ویې ویل: «اسلام د اخوت او ورورولۍ دین دی، ټول مسلمانان باید د اسلامي ارزښتونو د ساتنې او د اسلام د دښمنانو پر وړاندې په ګډه مبارزه وکړي.»

هغه له اهل تشیع هېوادوالو وغوښتل چې د محرم په ورځو کې له امنیتي ځواکونو سره نږدې همکاري وکړي، مشکوکو کسانو ته د جوماتونو، حسینیو او تکیه‌خانو د نږدې کېدو اجازه ورنه کړي او د هر ډول شکمن فعالیت په اړه اړوندو ادارو ته خبر ورکړي.

په ورته وخت کې امنیتي، دفاعي او استخباراتي مسئولینو ګډونوالو ته ډاډ ورکړ چې د عاشورا مراسمو د امنیت د ټینګښت لپاره ټول لازم تدابیر نیول شوي او امنیتي ځواکونه په بشپړ چمتووالي سره د خلکو د امنیت د خوندي ساتلو لپاره هڅې کوي.

د غونډې په پای کې له خلکو وغوښتل شول چې له امنیتي ادارو سره همغږي وساتي او د هر ډول مشکوک فعالیت یا پېښې په صورت کې ژر تر ژره اړوندو امنیتي ارګانونو ته خبر ورکړي.

 

اړونده مقاله

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button