افغانستان خبرونهلوګر

د لوړو زده‌کړو وزیر: په هېواد کې د زده‌کړو د بهیر د ښه‌والي لپاره چټک ګامونه پورته شوي

د لوړو زده‌کړو وزیر شیخ نداء محمد ندیم وايي، په هېواد کې د زده‌کړو د بهیر د لا ښه‌والي لپاره چټک ګامونه پورته شوي او دغه لړۍ په چټکۍ سره روانه ده.

نوموړي دغه څرګندونې د لوګر پوهنتون د درېیو بېلابېلو پوهنځیو د ۱۴۴ محصلانو د فراغت په مراسمو کې وکړې او فارغو محصلانو ته یې مبارکي وویله.

په همدې مراسمو کې د لوګر مرستیال والي الحاج شیخ انعام‌الله «صلاح‌الدین» د علم او زده‌کړو پر ارزښت ټینګار وکړ او ویې ویل، چې علم د ټولنې د پرمختګ، د مسلکي کادرونو د روزنې او د هېواد د آبادۍ لپاره بنسټیز ارزښت لري.

نوموړي له فارغو محصلانو وغوښتل، چې د لوړو زده‌کړو له فرصتونو څخه په ښه توګه ګټه واخلي، خپلې علمي، فکري، اخلاقي او مسلکي وړتیاوې پیاوړې کړي او د اسلامي اصولو په رڼا کې د هېواد او خلکو خدمت ته چمتو واوسي.

د لوګر مرستیال والي زیاته کړه، چې پوهنتونونه د متخصصو او مسلکي کادرونو په روزنه کې مهم مسئولیت لري او د ټولنې د اړتیاوو د پوره کولو لپاره باید ځوانانو ته د علمي ودې او مسلکي پرمختګ زمینه برابره شي.

هغه د لوګر پوهنتون له رهبرۍ او استادانو څخه د ځوان نسل د علمي او مسلکي روزنې په برخه کې د هڅو له امله مننه وکړه او فارغانو ته یې د لا زیاتو بریاوو هیله څرګنده کړه.

بلخوا، یو شمېر فارغو محصلانو له حکومته وغوښتل، چې ځوانانو ته په هېواد کې د کار زمینه برابره کړي او په دولتي او نادولتي ادارو کې د دندو فرصتونه ورته برابر کړي.

اړونده مقاله

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button