افغانستان خبرونهلوګر

پل‌علم ښاروالي له سړکونو او پلې تګ‌ لارو غرفې او لاسي کراچۍ راټولوي

د لوګر پل‌علم ښاروالي مسوولان وایي چې د دغه  ولایت له مرکز پل‌علم ښار له واټونو او سړکونو څخه د غرفو، کراچیو او موانعو لري کولو کمپاین پیل شوی دی.

د پل‌علم ښاروال مولوي محمدشاکر ثاقب د دغه کمپاین پرمهال خبریالانو ته وویل، د پل‌علم ښاریانو او موټرچلوونکو د پرله‌پسې شکایتونو، ټرافیکي ګڼې‌ګوڼې او ښاري نظم ټینګښت په موخه یې پرېکړه کړې چې د ښار له واټونو، سړکونو او پياده رونو څخه غیرقانوني، هټۍ، غرفې، لاسي کراچۍ او موانعو لري کړي.

ثاقب وویل، د یاد کمپاین موخه د ښار د پلي‌ تګ لارو خلاصول او د هغو ګرځنده کراچیو او لاس پلورونکو چې ښاریان یې د تګ‌راتګ پرمهال له ستونزو سره مخ کړي، د دې کمېسیون له لوري ټاکل شوي مناسب ځای (د زړو چوب فروشیو) سیمې ته لیږدول شوي دي.

وموړي وویل، ښاري نظم ورته لومړیتوب لري او ښاریان دې له پل‌علم ښاروالي سره په ښار کې ښاري نظم ټينګښت کې همکاري وکړي.

بل‌خوا د لوګر پل‌علم ښار یوه اوسېدونکي رفېع‌الله وايي تر ډيره د سړکونو پر سر او پلي تګ لارو کې بې‌وزله او اړو کورنیو غړي کاروبار کوي، که دغه کمپاین بشپړ عملي شي، سلګونه کسان به وزګار او له سختو اقتصادي ستونزو سره به مخ شي.

نوموړي د لوګر په ولایتي ادارې په ځانګړې توګه پل‌علم ښاروالي غږ وکړ چې بې‌وزله او اړو کسانو ته دې د کارکولو فرصتونه رامنځته کړي.

لوګر پل‌علم ښاروالي په داسې حال کې د ښار له واټونو او سړکونو د هټيو، غرفو او لاسي کراچیو د لري‌کولو کمپاین پیل کړی چې د دغه ولایت اوسېدونکي او موټرچلوونکي د پل‌علم ښار د داخلي سړکونو له خرابوالي شکایت کوي.

اړونده مقاله

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button