
افغانستان خبرونه
رئيسي له غني سره لیدنه کې وايي ایران د افغانستان سوله کې مرستې ته چمتو دی
د یو شمېر نورو هېوادونو مشرانو تر څنګ افغان ولسمشر محمد اشرف غني هم د ایراني ولسمشر ابراهیم رئیسي د لوړې مراسمو کې د ګډون لپاره تهران ته رسېدلی.
له ولسمشر غني سره لیدنه کې ښاغلي رئیسي ویلي، هېواد یې د افغانستان سولې او ثبات لړ کې مرستې ته چمتو دی.
د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ په یوه اعلامیه کې ویل شوي:
”جمهور رئیس غني له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې د ایران د همکاریو او مرستو په ځانګړي ډول په دغه هېواد کې د مېشت افغان کډوالو د کوربتوب مننه وکړه او پر ګډو اقتصادي همکاریو او د دواړو هیوادونو ترمنځ د مناسباتو پر پراختیا یې ټینګار وکړ. ”