لوګر

لوګر کې سېلابونه؛ درې ښځې مړې شوي

لوګر کې سېلابونه؛ درې ښځې مړې شوي

د لوګر محلي مسوولان وايي چې د دغه ولایت په مرکز او ځینو ولسوالیو کې د شویو بارانونو له امله سېلابونه راوتلي چې پرمهال د ځاني زیان ترڅنګ خلکو ته درانه مالي زیانونه هم اړولي دي.

د یاد ولایت د والي ویاند عمر منصور ویلي، د بېګاه شپې بارانونو له کبله په مرکز پل‌علم، بره‌کي برک، څرخ او محمداغې ولسوالیو کې سېلابونه راوتلي دي.

د عمر منصور په وینا، په څرخ ولسوالي کې د راوتلو سېلابونو له کبله درې ښځې مړې شوې او خلکو ته مالي زیانونه هم اوښتي دي.

په ورته مهال د لوګر د والي ویاند همداراز زیاته کړې چې له ځاني زیان سربېره، سېلابونو لسګونه کورونه، لویې لارې، پلونه او پلچکونه او کرنیزې ځمکې له‌منځه وړي دي.

بل‌خوا د لوګر د کرنې او مالدارۍ رياست د مطبوعاتو مسوول شاهدالله همراز ویلي چې ډېر ژر به په سېلاب ځپلیو سیمو کې د مرستو په موخه خپلې سروې پیل کړي.

د لوګر ترڅنګ د بېګانۍ شپې د اورښتونو له امله په میدان‌وردګ او خوست ولایتونو کې هم د سېلابونو راوتلو له امله ۹ کسان مړه شوي دي.

اړونده مقاله

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button