
لوګر لرغونې سېمې او لرغونې اثار بیارغاونې ته اړتیا لري
د دغه ولایت مرکز پل علم او یو شمیر ولسوالیو فرهنګیان او لرغونپوهان وایي چې په تیرو جنګ جګړو کې د لوګر ولایت لرغونې سیمې او لرغونې اثار زیانمن شوي دي او اطلاعاتو او کلتور وزارت ته پکار ده چې د لرغونو سیمو د پلټنې، ساتنې او بیارغاونې برخه کې خپله پاملرنه دوه برابره کړي.
لوګر ولایت یوه اوسیدونکي عنایت الله حسیني او استاد جهانګیر حنفي مهال راډيو ته وویل، لوګر لسکونه تاریخي اثار او لرغونې سیمې لري چې په کور دننه او بهر د سلګونه سېلانیانو پام یې ځان ته اړولی ده، خو د تېرو جنګ جګړو له امله د دغه ولایت لرغونې سیمې او لرغونې اثار زیانمن شوي دي چې بیارغاونې او ساتنې ته جدي اړتیا لري.
په ورته وخت د پوهنتون استاد پوهنیار احمد ضیا زاهد لرغونې سیمې او لرغونې ځایونه د یو هیواد لپاره ډير ارزښتناک او مهم بولي او زیاتوي، تاریخي سیمې د یو هیواد فرهنکي او کلتوري میراث دی ځکه چې د هیواد تمدن او قدامت روښانوي.
زاهد وايي چې لرغونې سیمې او ځایونه د یو هیواد لپاره په دیني کلتوري اقتصادي او دیته ورته په بیلا بیلو برخو کې د عایداتو مهمې سرچینې هم کیدلی شي.
بلخوا د لوګر ولایت د اطلاعاتو کلتور ریاست د لرغونو او باستاني سیمو مدیر عبدالشکور محمدي وايي چې له تیرو څو کلنو راهسيې د اطلاعاتو کلتور وزارت په همغږي په دغه ولایت کې د مرکز پل علم په ګډون په بیلا بیلو سیمو او ولسوالیو کې لس لرغونې سیمې او تاریخي ځایونه ثبت کړي دي.
هغه وویل چې په لوګر ولایت کې د لرغونو او تاریخي سیمو د ساتنې لپاره خپلي هڅې پیل کړي دي او هیواد والو ته يي د ارزښت، اهمیت ،ساتنې او پالنې په اړه عامه پوهاوی ورکړی ده.
نوموړي په خپلو خبرو کې وویل، د اطلاعاتو کلتور وزارت په همغږی يي وخت پر وخت له لرغونو سیمو څخه د ساتنې او پالنې په اړه څارنه او نظارت کړي دی.
محمدی له عامو خلکو څخه غوښتنه کوي چې لرغونو سیمو او ځایونو ته ځانکړي پاملرنه وکړي او له دولت سره دې یو ځای د ساتنې په اړه پوره همکاري وکړي.
لوګر پلازمینه کابل ته څېرمه په ۶۵ کیلو مترۍ کې پروت لرغونی ولایت ده چي د سیمي په کچه مشهورې لرغونې سیمي، لرغونې اثار او په پراخه کچه د مسو او کرومېټو کانونه لري.