سپورټلوګر

لوګر کې د څلورو ولایتونو په کچه د والیبال سیالۍ پيل شوې

د لوګر د بدني روزنې او ورزش امریت چارواکي وایي چې د والیبال فدراسیون له لوري د لوګر په کوربه‌توب د څلورو ولایتونو ترمنځ د والیبال سیالۍ پيل شوې.

د یاد ولایت د بدني روزنې او ورزش امر انجینیر مزمل نعیم‌زي مهال راډیو ته وویل، دا سیالۍ په مرکز پل‌علم کې د لوګر، کابل، میدان‌وردګ او کاپیسا ولایتونو ترمنځ د شاوخوا ۳۰ غوره لوبډلو ترمنځ پيل شوي چې یوه میاشت به دوام وکړي.

یادې سیالۍ پرون یکشنبه د لیندۍ ۲۶مه په لوګر کې پیل شوې دي.

نعیم‌زي زیاته کړه چې د پیل شویو سیالیو څخه یې موخه د والیبال ورزش ته وده ورکول، د ځوانانو ترمنځ یووالی او د ولایتونو په کچه د والیبال لوبغاړو ترمنځ د تجربو شریکول دي.

د نوموړي په وینا، دغه سیالۍ به په څلورو پړاونو کې د «ناک اوټ» په سېسټم وشي او لومړي، دویم او درېیم مقام ګټوونکو ټیمونو ته به ځانګړې ډالۍ هم ورکړل شي.

د لوګر د والیبال یوه لوبغاړي سیداغا وویل، خوښ ده چې د والیبال فدارسیون له لوري د یاد ولایت په کوربه‌تون په پل‌علم کې د څلورو ولایتونو په کچه د والیبال سیالۍ پيل شوې.

نوموړي د بدني روزنې او ورزش امریت څخه غواړي چې ورته سیالۍ د هیواد په نورو ولایتونو کې هم جوړې کړي او ورزشکارانو ته د والیبال برخه کې د ظرفیت لوړونې او ورزشي وسایلو برخه کې اسانتیاوې رامنځته کړي.

باید وویل شي چې د روانې میاشتې په پیل کې هم د لوګر د بدنې روزنې او ورزش امریت له لوري د ولایت په کچه د والیبال د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د «خزان جام» په نوم درې ورځنۍ سیالۍ هم ترسره شوي دي

اړونده مقاله

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button