
د لوګر ولایت د کانونو او پطرولیم ریاست مسولین وايي چې د مرکز پل علم په ګډون په محمد اغې، ازرې او یو شمیر نور ولسوالیو کېد ۱۴ کانونو له ډلې یې ۱۱ کانونو کې د استخراج چارې پيل شوي دي.
دوي زیاتوي، په یادو کانونو کې شاوخوا زر وزګارو کسانو ته د کارکولو زمینه برابره شوې ده او هڅه روانه ده چې د کانونو د قانوني استخراج لمنه پراخه کړي.
د دغه ولایت د کانونو او پطرولیم ریاست ریس نقیب احمد فرقاني مهال راډيو ته وویل، لوګر ولایت کې تر دې مهاله شاوخوا ۱۴ کانونه ثبیت شوي دي او د یو شمیر نورو کانونو د ثبت او پلټنې چارې روانې دي.
فرقاني زیاتوي، لوګر ولایت کې د کرومایټو درې کانونه دواطلبې ته وړاندې شوې دې او ډېر ژر به په یادو کانونو کې هم د استخراج چارې پیل شي.
ده وویل، په تېر یوه کال کې یې د کانونو له درکه شاوخوا ۲ سوه میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي او دولت خزانې ته یې جمعه کړي دي.
د کانونو برخې څېړونکی نجیب الله یوسفزی وایي د کانونو استخرج د هیواد یو له مهم او اساسي کارونو شمیر کیږي چې په قانوني بڼه استخراج سره به دولت او ملت له اقتصادي اړخه په خپل ځانبسیا شي.
ده وویل، اړتیا ده چې دولت باید د کانونو داوطلبي کې له بشپړ شافیت څخه کار واخلي او ددغه ولایت زرګونه وزګارو ځوانو ته د کار کولو زمینه برابره کړي.
د لوګر ولایت د محمداغې ولسوالۍ یوه اوسیدونکي مدثر مهال راډيو ته وویل، دولت ته پکار ده چې ددغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې شته د مسو او کرومایټو کانونه په قانوني بڼه او په بشپړ شفافیت سره استخراج کړي.
نوموړي په کانونو او پطرولیم وزارت غږ وکړ چې د محمداغې ولسوالۍ په عینکو کان او د همدې ولسوالۍ په کرومایټو کانونو کې وزګارو کسانو ته په دوامداره توګه د کارکولو زمینه برابره کړي.
زموږ ولسوالۍ کې د کرومټو کان شته ډېره موده کيږي چې د استخراج چارې یې رواني دي، او له دولته څخه غوښتنه لرو چې تر څو په دې کې د سیمې ځوانانو ته د کار زمینه برابره شي
لوګر د افغانستان یو له تاریخي او کانونو ډک ولایت شمیر کیږي چې د نړۍ د مسو دوېم لوي کان په همدغه ولایت کې شتون لري چې د استخراج چارې یې په ۲۰۰۸ کال کې د چین له ام سي سي شرکت سره لاسلیک شوی ده، خو تراوسه پورې یې د استخراج عملي چارې ندي پيل شوي.