لوګر کې په ۱۴ سوه بې وزله کورنیو د خوراکي توکو مرسته ووېشل شوه
د لوګر ولایت د کلیو پراختیا او بیارغاونې ریاست مسؤولین وایي چې د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال سازمان(WFP) له لوري د دغه ولایت په محمداغې ولسوالۍ کې په شاوخوا ۱۴ بې وزله کورنیو د خوراکي توکو مرسته ووېشل شوه.
د دغه ولایت د کلیو پراختیا او بیارغاونې ریاست مطبوعاتي مسؤول صبغت الله نائب خېل مهال راډیو ته وویل، دغه مرسته د محمداغې ولسوالۍ به ۱۴ بې وزله او اړو کورنیو په شفافه توګه وېشل شوې ده.
هغه زیاته کړه، هرې بې وزله او اړې کورنۍ ته یوه بوجۍ ۵۰ کیلو يي اوړه، ۱۰ لېټره غوړي، ۶ کېلو ګرامه دال، ۶ کېلو ګرامه مالګه او د ماشومانو خواړه وېشل شوې دي.
نوموړي زیاته کړه، په پام کې ده چې د لوګر ولایت په پاتې ولسوالیو کې هم په بې وزله اوړ اړو کورنیو ورته د خوراکي او غیرې خوراکي توکو مرسته ووېشل شي.
اړې او بې وزله کورنۍ هم خوښې دې چې د خوړو نړیوال سازمان (WFP) له لوري ورسره د خوراکي توکو مرسته وشوه، خو ټینګار کوې چې دغه مرسته دې په دوامداره توګه په بې وزله او اړو کورنیو ووېشل شي.