Uncategorized

د لوګر د خروار بند د ساتنې او مراقبت پروژې د دویم فاز چارې پیل شوې

د اوبو او انرژۍ وزارت وایي‌ چې د لوګر د خروار بند د حفظ او مراقبت پروژې د لومړي فاز چارې بشپړې او د دویم فاز چارې یې د څه باندې ۳۵ میلیون افغانیو په لګښت پیل شوې.

د دغه بند د حفظ او مراقبت پروژې د دویم فاز چارې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د اوبو او انرژۍ وزارت د سرپرست، د لوګر د والي، مسوولینو، علماوو او قومي مشرانو په حضور کې پیل شوې.

د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست ملا عبداللطیف منصور په یادو مراسمو کې د خروار بند حیاتي ارزښت ته په اشاره د دغه بند د حفظ او مراقبت د لومړي فاز بشپړېدل او د دويم فاز چارو پیل د اوبو د مدیریت برخه کې یو مثبت ګام وباله.

د اوبو او انرژۍ وزارت د معلوماتو له مخې، د دغه بند د لومړي فاز د حفظ او مراقبت پروژه تېر کال د اسلامي امارت له لوري په ټولیز ډول د ۳۱ میلیون افغانیو په لګښت پیل شوې وه چې اوس ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه او د دويم فاز چارې یې په ټولیز ډول د څه باندې ۳۵ میلیون افغانیو په لګښت پیل شوې او ټاکل شوې د پنځو میاشتو په موده کې بشپړې شي.

دغه وزارت وایي، خروار بند چې ۳۶ متره لوړ او ۱۴۰ متره اوږد دی، د ۶ زره هکتاره ځمکې خړوبولو وړتیا لري.

 

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button