لوګر کې یو شمېر ځوانان: حکومت دې د زدهکړو ترڅنګ کاري فرصتونه هم برابر کړي
د لوګر د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د ځوانانو د ستونزو او لاستهراوړنو په تړاو جوړه شوې غونډه کې د دغه ولایت یو شمېر ځوانانو له حکومته وغوښتل چې د زدهکړو ترڅنګ ورته کاري فرصتونه هم برابر کړي.
دغه غونډه کې د لوګر د ځوانانو په استازولۍ وحیدالله وهاج وویل، د دغه ولایت ځوانان د تېرو جګړو له امله سخت اغیزمن شوي او اړتیا ده چې د لوګر ځوانانو ته د زدهکړو ترڅنګ کاري فرصتونه برابر شي.
ده زیاته کړه، د پخوا په پرتله لوګر کې د ځوانانو ترمنځ همغږي زیاته شوې ده او ځوانان کولای شي چې د خپلو سیمو پرمختګ لپاره تر بل هر چا زیات کار وکړي.
د همدې غوندې یوه بل ګډونوال عبیدالله وویل، اطلاعاتو او فرهنګ وزارت دې د ځوانانو ادبي او فرهنګي فعالیتونو د ملاتړ او پراختیا ترڅنګ په هره ولسوالۍ کې ځوانانو ته عامه کتابتونونه جوړ کړي.
بلخوا، د لوګر ولایت اطلاعاتو او کلتور ریاست رئيس رفیعالله صمیم وویل، په تېر یوه کال کې یې لوګر کې د ځوانانو د علمي او فکري پراختیا لپاره لس سیالۍ جوړې کړې دي او همدارنګه یې سلګونه ځوانانو ته د عصري زدهکړو وړیا زمینه برابر کړې ده.
صمیم زیاته کړه، لوګر په هره سیمه کې غښتلي ځوانان لري او اړتیا ده چې د دغه ولایت د ځوانانو هر اړخیز ملاتړ وشي.
همدارنګه د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو چارو مرستیال مولوي یونس راشد وویل، د ځوانانو چارو معینیت هڅه کوي چې د هېواد په کچه د ځوانانو هر اړخیز ملاتړ وکړي.
ده وویل، شته نظام د افغانانو په قربانیو منځته راغلی، ساتنه او ملاتړ یې د ځوانانو مسؤولیت دی.
مولوي راشد د لوګر له ځوانانو سره ژمنه وکړه چې د زدهکړو او کاري فرصتونو د برابرولو په برخه کې به خپلې هڅې زیاتې کړي.