لوګر

لوګر کې د جلا ترافیکي پېښو له امله ۱۶ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

د لوګر امنیتي مسوولین وایي چې د دغه ولایت په مرکز پل‌علم او محمداغه ولسوالۍ کې څلور جلا ترافیکي پېښې شوې چې له امله یې درېیو تنو ژوند له لاسه ورکړی او ۱۳ نور ټپیان شوي دي.

د لوګر امنیې قوماندانۍ ویاند مولوي احمدالله انس مهال راډیو ته وویل، یادې ترافیکي پېښې د مرکز پل‌علم په خضر، التمور، جمعه کلا او محمداغې ولسوالۍ کې د موټرو د ټکر له امله رامنځته شوې دي.

ده زیاته کړه، په یادو ترافیکي پېښو کې درېیو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۱۳ نور ټپيان شوي دي.

انس زیاته کړه، د یادو پېښو ټپيان د امنیتي ځواکونو او ولسي وګړو له لوري ولایتي روغتون ته لېږدول شوي چې له ډلې یې د اوو کسانو روغتیايي حالت نازک ښودل شوی دی.

د امنیې قوماندانۍ ویاند د رامنځته شوو ترافیکي پېښو اصلي لامل د موټرچلوونکو ګړندی تګ او بې‌احتیاطۍ بولي.

اړونده مقاله

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button