افغانستان خبرونه

هند افغانانو ته د انلاین ویزو د ورکړې بهیر له سره پیل کړی

د راپورونو له مخې، هند د تېرې میلادي میاشتې په وروستۍ اونۍ کې افغانانو ته د انلاین ویزو د ورکړې بهیر له سره پیل کړی دی.

هندو ورځپانې تېره شپه راپور  ورکړی چې هند د تېرې میلادي میاشتې په وروستۍ اونۍ کې افغانانو لپاره د انلاین ویزې نوی ماډل پیل کړی دی.

راپور کې د حکومتي سرچینو له قوله لیکل شوي چې دغه انلاين ویزې سوداګرو، ناروغانو، لوبغاړو او هنرمندانو ته ورکول کېږي.

سرچینې زیاته کړې، هند کې د افغان زده‌کړیالانو مور او پلار او هغه خلک چې دغه هېواد کې ملکيت لري هم دې ویزو ته غوښتنليک استولی شي.

تر اوسه د هند او افغانستان حکومتونو په رسمي ډول په دې اړه څه نه دي ویلي.

اړونده مقاله

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button