زده کړېلوګر

د لوګر پوهنې ریاست سره د ۵۰زره ټوکه کتابونو مرسته شوې

د لوګر پوهنې ریاست مسوولان وایي چې د ماشومانو لپاره د ملګروملتونو ملاتړې ادارې (UNICEF) له لوري د دغه ولایت پوهنې ریاست اړوند ښوونځیو سره د شاوخوا ۱۵زره امریکایي ډالرو په ارزښت د درسي توکو مرسته وشوه.

د دغه ولایت پوهنې ریاست ویاند شاه پور عرب مهال راډیو ته وویل، دغه درسي توکو کې څه باندې ۵۰زره ټوکه د لومړنیو ټولګیو زده‌کوونکو لپاره کتابونه مرسته شوې چې ډېر ژر به د لوګر په مرکز پل‌علم او ولسوالیو کې پر زرګونه زده‌کوونکو ووېشل شي.

عرب هم همدارنګه زیاته کړه، د پخوا په پرتله د لوګر په ښوونځيو کې دکتابونو کمښت ستونزه تر ډېره هواره شوې او د دغه ولایت پوهنې ریاست هڅه کوي چې له نړیوالو موسسو سره په ګډه په کومو سیمو کې چې په ښوونځيو کې کتابونو کمښت ستونزه لیدل کېږي، هواره کړي.

هېره دې نه وي چې تېره میاشت هم د (UNICEF) له لوري د شاوخوا ۷۰زره امریکايي ډالرو په ارزښت له پوهنې ریاست سره د درسي کتابونو مرسته وشوه.

 

اړونده مقاله

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button