
لوګر کې یو شمیر میرمنې وایي، د مرکز پلعلم په ګډون بیلا بیلو ولسوالیو کې ګڼ شمیر میرمنې د لاسي صنایعو په برخه کې کار کوي او له دې لارې د ورځې زرګونه افغانۍ عاید ترلاسه کوي.
د دغه ولایت د مرکز پل علم د لاسي صنایعو یوه استاده فاطمه افضلي وایي، د دغه ولایت لسګونه اوزګارو میرمنو ته د بیلابیلو مؤسساتو له لوری د خیاطۍ، مُهره دوزۍ او نورو برخو کې روزنه ورکړل شوې ده او له دې لارې خپلې اقتصادي چارې سمبالوي.
افضلي زیاته وویل، اوسمهال مرکز پلعلم او یو شمیر ولسوالیو کې څه باندې لسګونه میرمنې د لاسي صنایعو په جوړولو بوختې دي او هڅه کوي چې دغو میرمنو سره د ظرفیت جوړونې او بازار موندنې برخه کې همکاري وکړي.
« لوګر ولایت په بیلابیلو ولسوالیو او کلیو کې لسګونه میرمنې په لاسي صنایعو بوختي دي او له دې لارې خپل اقتصاد بډایه کوي، مونږ ورسره ښه همغږي کوو، په ځينو نندارتونونو کې له دوي سره په ګډه پروګرامونه جوړه وو، چې ددوي تولیداتو ته بازار موندنه وشي.»
هغه همدارنګه زیاتوي، ډیری میرمنې چې په لاسي صنایعو جوړولو بوختي دي، اوزګاره او له بېوزله کورنیو څخه دي.
د هغې په وینا، د ښځو د لاسي صنایعو د ودې لپاره یې یو شمیر ادارو او نادولتي مؤسسو سره ګډ کار هم پیل کړی.
«لوګر کې ډیری میرمنې د لاسي صنایعو برخه کې په خیاطۍ، مهره دوزۍ او داسې نورو برخو کې کار کوي.»
یو شمېر هغه مېرمنې چې د لاسي صنایعو په برخه کې کار کوي وايي، تیر یوه کال راهیسې بېلابېل ډوله جامې جوړوي او بیا یې مرکز پلعلم ښار کې یو شمیر هټيو ته ورکوي، ترڅو په مناسبه بیه وپلورل شي.
خو دوی وايي، سره له دې چې لوګر کې د لاسي صنایعو برخې د پام وړ وده کړې، خو تر ډیره د هغوی په لاس جوړ شوي توکي مناسب بازار نهلري.
دغه مېرمنې له دولت څخه غوښتنه کوي، چې د لاسي صنایعو د پېرلو لپاره ورته مناسب بازار پيدا کړي او صنعتکاره مېرمنو څخه ملاتړ وکړي.
« یو کال کیږي چې د لاسي صنایعو برخو کې کار کوم، په لاسي صنایعو کې زه جامي،د موبایل پوښونه، د پيالو پوښونه او د مرویو برخه کې کار کوم او له دولت څخه غوښتنه کوم، چې د لاسي صنایعو د تولیداتو برخه کې مناسب بازار موندنه وکړئ.»
«د لوګر میرمنې د لاسي صنایعو برخه کې پوره وړتیا لري، خو اوسمهال د لاسي صنایعو د پلور بازار ډیر خراب دی، ځکه چې له بهرنیو هیوادونو څخه توکي راشي او څوک وطني شیان نه اخلي ځکه پوهاوی نلري او مونږ داسې مناسب بازار هم نلرو، چې تولید شوي توکي په لوړه بیه وپلورو.»
دا په داسې حال کې ده چې د لوګر ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست مسؤلین وایي روان کال یې په مرکز پل علم او یو شمیر لرو پرتو ولسوالیو کې له لسګونه بې وزله میرمنو سره دخیاطۍ ماشینونو مرسته کړې ده.