لوګر

لوګر کې ښځينه ناروغانې وايي په لرو پرتو سیمو کې دې ښځينه داکټرانې زیاتې شي

د لوګر مرکز پل علم او یو شمیر ولسوالیو اوسیدونکي او ښځينه ناروغان وایي، په روغتیايي مرکزونو کې شته ښځينه ډاکترانې او قابلې د ناروغانو لپاره بسنه نه کوي نو پکار ده اړوند وزارت په لرو پرتو ولسوالیو او کلیو کې د مور او ماشوم د مړینې مخنیوي لپاره  د قابلو شمېر زیات کړي.

بلخوا د لوګر د عامې روغتیا ریاست مسؤلین هم په لرو پروتو ولسوالیو او کلیو کې د ښځينه ډاکټرانو د کمښت ستونزه مني، خو زیاتوي چې له عامې روغتیا وزارت سره یې شریکه کړې او ژر ده چې د حل لپاره یې اقدامات ترسره شي.

د لوګر ولایت د مرکز پل علم یوې اوسیدونکې مسعوده وايي، که څه هم د پخوا په پرتله په مرکز پل علم او ولسوالیو کې د مور او ماشوم د مړینې پېښې کمې شوي خو لاهم په یو شمیر ولسوالیو او کلیو کې ښځينه ناروغانې د ماشومانو د زیږون پر مهال د ښځینه ډاکټرانو د کمښت له امله له ستونزو سره مخ دي.

نوموړې په عامې روغتیا وزارت او مرستندویه بنسټونو غږ وکړ چې په لوګر ولایت کې د ښځينه ډاکترانو په شمیر کې زیاتولی راولي څو ښځينه ناروغانې صحي خدماتو ته په سمه توګه لاس رسی پیدا کړي.

«د پخوا په پرتله د مور او ماشوم د مړینې کچه کمه شوې ده، د ښځينه قابلو په شتون کې ټولې ستونزې حل دي، خو په یو شمیر سیمو کې باید قابلې زیاتې شي، مونږ د قابلو له فعالیت څخه راضي یو.»

د دغه ولایت د مرکز پل علم ولایتي روغتون یوې ښځينه قابلې صدف صالح وایي، په مرکز پل علم او د ولسوالیو په دولتي روغتونونو کې شته ښځينه قابلې بسنه نه کوي او عامې روغتیا وزارت ته پکار ده چې په دولتي روغتونونو کې د ښځینه ډاکترانو شمیر کې ډېر کړي.

هغه وایي، اوس مهال په ډیری روغتونونو کې ښځينه قابلې په کمو امتیازاتو شپه او ورځ دنده ترسره کوي او د ښځينه ډاکترانو په ځانګړې توګه د قابلو له کمښت سره مخ دي.

« د عامې روغتیا وزارت په ځانګړې توګه هغه کسان چې روغتونونو ته تشکیلات جوړه وي هیله کوم چې په تشکيلاتو کې تغیر راولي او د قابلو شمیر زیات کړي، که څه هم لوګر ولایت کې د مور او ماشوم د مړینې کچه دومره زیاته نده، که چیرې د قابلو شمیر لوړ شي ښځينه ناروغانو ته به ښه خدمات وشي، زمونږ قابلې دې ورزل شي او امتیازات دې هم ورته لوړ شي.»

په عین حال کې د لوګر د عامې روغتیا ریاست مسؤلین هم مني چې د ښځینه ناروغانو ګراف ته په پام، شته ښځینه قابلې کافي نه دي او لازمه ده پر زیاتولي یې غور وشي.

د لوګر ولایت عامې روغتیا رئیس حافظ سیدالرحمن قادري وایي، اوس مهال د ټول ولایت په کچه په دولتي روغتونونو کې ۱۱۰ ښځینه قابلې فعالیت کوي، چې په دغه ولایت کې شته ښځينه ناروغانو لپاره بسنه نه کوي.

نوموړي زیاته کړه، هڅه کوي چې د عامې روغتیا وزارت له لوري د یو شمیر نړیوالو بنسټونو په همکارۍ په مرکز پل علم او لرو پرتو ولسوالیو کې د ښځینه قابلو شمیر کې زیات کړي څو د ښځينه ناروغانو ستونزو ته ښه رسیده ګي شوي وي.

« لوګر ولایت عامې روغتیا ریاست اړوند دولتي روغتونونو کې له ۱۰۵ نیولې تر ۱۱۰ پورې قابلي فعالیت کوي چې دا د مور او ماشوم د خدماتو لپاره بسنه نه کوي، مونږ روغتیا وزارت او یو شمیر مؤسساتو ته وړاندیزونه کړي دي چې زمونږ په دولتي روغتونونو کې د قابلو شمیر لوړ شي، څو پورې ناروغانو ته ښه خدمات ترسره شي.»

باید وویل شي چې اوس مهال د ټول لوګر په کچه دوه ښځینه متخصصې ډاکټرانې فعالیت کوي.

اړونده مقاله

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button